محقق: د اتمر ډلې د ټاکنو په اړه څرګند دریځ نه درلود

- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق چې د محمد حنیف اتمر له ټاکنیز ټیمه جلا شوی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټیم سره یوځای شوی دی وايي، د سولې او اعتدال له ټاکنیز ټیمه ځکه را جلا شو چې د ده په ټکو هغې ډلې د ټاکنو په اړه روښانه دریځ نه درلود.
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق نن په رسمي ډول اعلان وکړ چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټیم سره یوځای شوی دی.
ښاغلی محقق په تېرو ټاکنو کې هم د عبدالله عبدالله دویم مرستیال و، خو دا ځل ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د دوهم مرستیال په توګه را مخته شوی و.
نوموړی وایي:
''تاسو پوهیږئ چې ما له دې مخکې د سولې او اعتدال له ټیم سره ډېر مخلصانه کار کاوه، خو یو وخت داسې راغی چې زمونږ ټیم فعالیتونه ودرول، هغوی ویل چې سوله لومړیتوب لري، مونږ بالاخره یو بل ته لاس ورکړ او راغلو چې د ثبات او همپالنې ټيم ملا ور وتړو او د خپل ټیم په توګه یې ملاتړ وکړو.''
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم په دې دلیل خپل کمپاین ځنډولی، چې په وینا یې محمداشرف غني په کمپایني غونډو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي او د ټاکنو رونټیا ته یې هم ګوته نیولې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د دوهم مرستیال محمد محقق په تګ سره، به د دغې ټاکنیزې ډلې برخه لیک څه کېږي؟ د ښاغلي اتمر رسنیزو چارو ملګري په دې اړه خبرو ته چمتو نه شول، خو دې ډلې ته یوې نژدې سرچینې وویل، د سولې او اعتدال ټیم ډېر پیژندل شوي غړي له نورو ټیمونو سره یوځای شوي یا له هغوی سره د یوځای کېدو په حال کې دي.
په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزي ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې پرشپږمې تر سره شي. دغو ټاکنو ته اتلسو (۱۸) کسانو ځانونه نوماند کړي وو خو زلمی رسول له خپلي کاندیدي تېر شو او د اوسني ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکي ټاکنیزي ډلې سره یو ځای شو.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره بشپړه چمتوالي ښودلی دی. د دغه کمیسیون په وینا په راتلونکو ورځو کې به ولایتونو ته د اړینو ټاکنیزو توکو د لیږد بهیر هم پیل شي.

د عکس سرچینه، MOHAMMAD HANEEF ATMAR/FB
دغو ټاکنو ته منډې ترړې هم د پخوا په څېر تودې نه دي، ځینې نوماندانان لا هم زړه نا زړه دي او وایي، که سوله کېږي، دوی چمتو دي چې ټاکنې ورته وځنډوي.
د کمپاینونو له پيله دادی نژدې میاشت تیریږي، خو تراوسه ځینې نوماندانو خپلې سیالۍ نه دي پيل کړي. همدا پرون (پنجشنبه) د ولسمشرۍ یوه بل نوماند حکیم تورسن د کمپاین لومړنۍ غونډه جوړه کړه او نن بل نوماند شهاب حکیمي هم ورته غونډه وربللې وه.
یوازنی نوماند چې په ټاکنو ډېر ټینګار کوي او منډې ترړې یې هم د نورو پرتله ډېرې دي، اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی دی. نوموړي له پکتیا وروسته هرات ته خپل ټاکنیز کمپاین وغځاوه.
د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو د ټاکنو یوشمېر څارونکي بنسټونه هم پر ټاکنو شکمن ښکاري. پرون په ټاکنو د څار بنسټونو یوې شبکې، له افغان حکومت او نړیوالي ټولنې غوښتې، چې ولس ته د سولې او ټاکنو ترمنځ یو د لومړیتوب په توګه یو غوره کړي.
دوی ویل چې د سولې خبرو پر ټاکنو سیوری غوړولی او نړیوال او خپله دولت ټاکنو ته داسې پام نه کوي لکه څنګه چې ورته اړتیا ده.








