ولسمشر غني د اجرائیه رئیس مرستیال محقق له دندې لېرې کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې محمد محقق د اجرائیه ریاست له مرستیالۍ لېرې کړی. ارګ د پنجشبې په ورځ( د جنورۍ ۲۴) رسنیو ته استولې اعلامیه کې لیکلي:
"د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي".
اجرایه ریاست د یوې بیانې خپرولو سره د ولسمشر وروستی حکم د ملي یووالي حکومت له تړون سره ټکر کې بللی دی.
د ارګ په فرمان کې نه دي ویل شوي چې محمد محقق ولې له دندې لرې شوی دی.
خو د خواله رسنیو ځینې کارنو د نوموړي له دندې لرې کول په ولسمشرۍ ټاکنو پورې تړلي دي.
ښاغلی محقق راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د حنیف اتمر دویم مرستیال غوره شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د اعلان له مخې ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکی لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره کېږي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر پرته نور ټول چارواکي باید د نوماندېدو حالت کې دندې پرېږدي.
امرالله صالح د افغان د ولسمشر غني د لومړي مرستیال د غوره کېدو په دویمه ورځ د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د کار په ۲۷ ورځ خپله دنده پرېښوده.

د عکس سرچینه، Social media
محمد محقق د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ټاکنډلې دویم مرستیال و.
د هغو ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته د ملي یووالي حکومت جوړېدو پسې نوموړی د اجرایه ریاست دویم مرستیال شو.
محمد محقق ته د ۲۰۱۷ کال نومبر کې د ایران د سفر پر مهال یوه غونډه کې وینا هم جنجالي شوې وه.
نوموړي د شیعه ګانو یوه مذهبي ناسته کې د هغو جنګیالیو ستاینه کړې وه، چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې خلاف جګړې ته استول شوي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د نوموړي دا څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات، امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې وبللې.








