محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شو

د عکس سرچینه، MOHAQIQ FACEBOOK
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر یو مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق په دغو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کېدو اعلان کړی دی. دواړه ډلو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه یې په هېواد کې د ملي وحدت لپاره کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو سره، او د دې لپاره چې د دې هېواد د خلکو ترمنځ ملي یووالی پیاوړی شي، د محمد محقق تر مشرۍ لاندې د وحدت ګوند او د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پرېکړه کړې ده چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې په ګډه مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" ټیم ویاند فریدون خوځون هم له بي بي سره خبرو کې ومنله چې محمد محقق له دوی سره یو ځای شوی دی.
د حزب وحدت ګوند د دفتر مرستیال عبدالقادر سکندري هم بي بي سي ته وویل چې د دواړو ډلو ترمنځ مذاکرات وروستي شوي، او پریکړه به ښاغلی محقق سبا د جمعې په ورځ پخپله اعلانوي.
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ "د سولې او اعتدال" ټاکنیزې ډلې یو غړي هم بي بي سي ته وویل، داسې ښکاري چې ښاغلی محقق به د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شي.

د عکس سرچینه، ATMAR FACEBOOK
محمد یونس قانوني او محمد محقق په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر دوه مرستیالان اعلان شوي وو، خو له تېرې څه مودې راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي دي.
پخپله محمد حنیف اتمر هم دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې خپل کمپاین ځنډولی دی.
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د ټاکنو بهیر د سولې پروسه زیانمنولای شي.








