کمېسیون: دیني عالمان دې ښځې ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي

د عکس سرچینه، IEC
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه سراسري راټولیدنه کې پر افغان علماوو او ملاامامانو غږ کړی چې د منبرونو او جوماتونو له لارې خلک په ځانګړي توګه میرمنې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي دا عمومي کړن لاره بولي او وايي، په ولایتونو کې هم له ملا امامانو غوښتل شوي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون پر اهمیت ولس ته وغږیږي.
د کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د خلکو په منځ کې نفوذ ته په کتو دیني عالمان کولای شي په ټاکنو کې د خلکو په تېره هم د مېرمنو ونډه یقیني کړي.
دا غوښتنه د رايي ورکولو پرمهال د مېرمنو د تصویرونو له جبري ګڼلو وروسته کېږي.
نوموړې وايي: "کومه مساله چې زموږ لپاره ډېره مهمه ده، هغه د ښځو ګډون دی، عالمان د دین ستنې دي هر هغه څه چې تاسې له خلکو نه وغواړئ ډېر رول لري، ستاسو همکاري زموږ سره ډېره اړینه ده".

د عکس سرچینه، Majid Saeedi
اغلي نورستانۍ د دیني عالمانو دې غونډې ته وویل، په ټاکنو کې د ګډون لپاره عامه پوهاوی له نورو لارو او رسنیو هم شوی خو د نوموړي په وینا د دې بهیر د مخنیوي لپاره هم مخالفینو خپلې هڅې کړي دي.
دې ته په کتو د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستونزې زیاتې دي او په دې لړ کې ښځې بیا له سړیو ډېرې اغیزمنې دي.
د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ښځو د برخې مشرې مریم اروین بارکزۍ بي بي سي ته وویل، د رایه ورکوونکو مېرمنو تصویر جبري کول ممکن د رايې ورکولو په ورځ ستونزې جوړې کړي.
په افغانستان کې ترډېره سړي د پرېکړې حق لري او ډېرځله لیدل شوي چې مېرمنې هغه چا ته په رايې ورکولو مجبورې کړای شوي چې سړي يي غواړي، د افغانستان د سوېل اوسیدونکې عزیزه وطنوال وايي، د رايې د حق او د ټاکنو پرمهال د تصویر اخېستلو په اړه خلکو ته هېڅ عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی چې دا کار خپله د ښځو ګډون کموي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د تلې شپږمې نېټې ټاکنو ته چې ورته یوازې ۱۱ ورځې پاتې ۹ اعشاریه شپږ میلیونه خلکو نوم لیکنه کړې چې ۳۵ سلنه يي مېرمنې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images










