عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنې سل په سله ما ګټلې وې

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله وایي، په ۲۰۱۴ کال کې تېرې ولسمشریزې ټاکنې سله په سله ده ګټلې وې، خو د ټاکنو پایلو د ولس اصلي رایه او غوراوی څرګند نه کړ.

په کابل کې تېره شپه له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي عبدالله وویل، ولسمشر محمد اشرف غني‌ چې کله ځان ته د ټاکل شوي ولسمشر خطاب کوي نو باید لږ په خپل ګرېوان کې سر ټیټ کړي او ځان ته دې ور یاد کړي چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې څه شوي وو.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل، هغه وخت یې ځکه موازي حکومت اعلان نه کړی چې د کورنۍ جګړې پیلېدو وېره ورسره وه، او دا ګواښ هم موجود و چې نظام ړنګ شي او طالبان بېرته واک ترلاسه کړي.

خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخواني مشر عبدالستار سعادت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې رد کړي. هغه ویلي: "د ډاکټر عبدالله دا ادعی سمه نه ده چې ګواکې په ۲۰۱۴ کال کې یې ټاکنې ګټلې وې."‌

د طالبانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عبدالله وویل،‌ دی طالبان یوه داسې جنګي ډله بولي چې ترهګر بریدونه کوي او په تېر کې یې نورو ترهګرو عناصرو ته پناه هم ورکړې.‌ خو زیاته یې کړه چې که چېرته طالبان د افغانستان سیاسي بهیر ته داخلېږي نو دی چمتو دی چې د یوه سیاسي اپوزیسیون یا سیاسي ډلې په توګه یې ومني.

په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو د روانو مذاکراتو په اړه ښاغلي عبدالله وویل،‌ مخکې له دې چې دا خبرې پیل شوې وای، افغان حکومت ته پکار وه چې له خپلې خوا ځیني شرطونه وړاندې کړي، او که چېرته دی په واک کې وای نو همدا کار به یې کاوه.

خو ده زیاته کړه چې امریکا تر اوسه داسې یو پړاو ته نه ده رسېدلې چې په هره بیه به له افغانستانه خپل ځواکونه ایستل غواړي.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره هم رد کړه چې اوسنی د ملي وحدت حکومت د سولې په اړه کومه لویه پرېکړه نشي‌ کولای. اجرائیه رئیس وویل، اوسنی حکومت د خلکو په رایو رامنځته شوی، او که سولې ته فرصت برابر شي دا حکومت کولی شي د ولس په استازیتوب د سولې برخه کې جدي او لویې پرېکړې وکړي.

اشرف غني عبدالله

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي عبدالله پر ولسمشر غني تور ولګاوه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې مراسم، او په خاصه توګه په دارالامان ماڼۍ کې نیول شوي مراسم یې د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره وکارول،‌ او له همدې کبله ده په هغو مراسمو کې ګډون ونکړ.

نوموړي وویل، د امان الله خان د کړنو په اړه بحث کېدلی شي، خو له دې هېڅوک انکار نشي کولای چې د افغانستان خپلواکي د غازي امان الله له نامه سره تړلې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې پکې ښاغلی عبدالله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني کلک سیال بلل کېږي.

دې ټاکنو کې ټولټال ۱۷ کسان نوماندان دي، خو د کمپاین په برخه کې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ټاکنیزې ډلې تر نورو ډېرې فعالې او جدي ښکاري.