شکایتونو کمېسیون: د غني او عبدالله له ټاکنیزو ډلو د قانوني سرغړونو شکایتونه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو منډې ترړې پیل شوې دي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په دغو کمپاینونو کې د شویو سرغړونو په تړاو ورته ۳۲ بېلابېل شکایتونه رسېدلي دي چې ځینې یې جدي دي او ممکن د دې لامل شي چې د نوماندانو سیالۍ تر یوې اونۍ یا تر دې هم زیاتې مودې لپاره وځنډوي.
د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې ډېر شکایتونه د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ډلو په تړاو دي چې د یو بل پر ضد یې ثبت کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي سید قطب الدین رویدار بي بي سي ته وویل:
"له دولتي امکاناتو ګټه اخېستل او د یوه او بل پر وړاندې سپکې سپورې هغه قانوني سرغړونې دي چې موږ ته یې په اړه شکایتونه را رسیدلي، موږ د ډېرو په اړه پریکړې کړې او ځینې مو له رسنیو سره شریکې کړي دي."
دا چې په دې ۳۲ رسمي شکایتونو کې یې څومره جدي دي، نوموړی وايي ځینې یې قانون ته او د کمېسیون تګلارو ته درناوی نه لري چې د ده په وینا د دوی پر وړاندې کمېسیون بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.
سرغړونکي به نغدي جریمه کېږي هم؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې تراوسه په کومه کچه پریکړې شوي او سرغړونکي به نغدي جریمه کېږي او که نه او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سرغړونکو په اړه تر دې پورته هم څه په نظر کې لري، ښاغلی رویدار وايي:
"نغدي جریمې، جدي خبرداری، سپارښتنې، اصلاحي غوښتنې په کې شته او ځینو لوړپوړو کاندیدانو ته مو جدي خبرداری هم ورکړی دی. کمېسیون مخکې تر مخکې طرزالعملونه جوړ کړي او موږ د قانون په چوکاټ پرې عمل کوو."

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، دولت جوړوونکي او د ثبات او همپالنې ټیمونو ته جداي خبردرای ورکړل شوی چې دوی یو پر بل زیات شکایتونه ثبت کړي او ډېری یې مستند دي.
همدارنګه دی زیاتوي که چېرته دوی خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي، شکایتونو کمېسیون په ټاکنیز قانون کې خپله وړاندوینه کوي چې دوی به له ځینو کړنو څخه محرومیږي یعنې دا کمېسیون صلاحیت لري چې نوماندان د څو ورځو او یا هم څو اوونیو لپاره له ټاکنیزو مبارزو نه محروم کړي.









