حکمتیار: بهرني ځواکونه دې په حیا او عزت له افغانستانه ووځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د حزب اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره اړینه ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په حیا او عزت کې ووځي.
ښاغلي حکمتیار له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د وتلو په صورت کې بهرنیان باید اوسنی حکومت هم له ځان سره یوسي.
ښاغلي حکمتیار پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، اوسني مشران بهرني پاسپورټونه او ګرین کارډونه لري، اولادونه یې بهر دي، نو سخته به نه وي چې له افغانستانه ولاړ شي.
د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ختمېدو په اړه ښاغلي حکمتیار وویل، د خبرو درولو په اړه د امریکا پرېکړه ناڅاپي وه او د طالبانو په ګډون هېڅوک یې هم په دلیل پوه نشول.
نوموړي وویل، په امریکا کې ځینو کړیو پر سپینې ماڼۍ فشار راوړ چې باید له طالبانو سره هوکړه ونکړي، نو ځکه ولسمشر ډونلډ ټرمپ اړ شو چې د سولې خبرې ختمې کړي.
خو ښاغلي حکمتیار ټینګار وکړ چې امریکایان او طالبان د خبرو مېز ته له بېرته ور ګرځېدو پرته بله هېڅ لاره نه لري.
ګلبدین حکمتیار په خپله مرکه کې وویل، له طالبانو سره د ده توپیر دا دی چې حزب اسلامي پر ټاکنو باور لري او غواړي چې د خلکو په رایه واک ته ورسېږي.
ښاغلي حکمتیار وویل، دی امان الله خان او احمد شاه مسعود ته د ملي اتلانو په سترګه نه ګوري. هغه زیاته کړه، د ډېورنډ کرښې په اړه باید هله پرېکړه وشي چې افغاانستان په کور دننه له ستونزو سره لاس او ګرېوان نه وي.

د بي بي سي د یوه پخواني خبریال میرویس جلیل د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي حکمتیار وویل، میرویس جلیل د حزب اسلامي تر کنترول لاندې سیمه کې نه، بلکې د یوې مخالفې ډلې تر کنترول لاندې سیمه کې او کابل کې دننه ترور شوی و.
ښاغلي حکمتیار وویل، حزب اسلامي د میرویس جلیل په وژنه کې هېڅ لاس نه درلود، او په دې اړه یې د هغه کورنۍ ته پخوا هم سپیناوی وړاندې کړی او اوس بیا هماغه خبره ورته تکراروي.
د دې مرکې پر وخت نامتو افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه هم په تالار کې وه. نوموړې له ښاغلي حکمتیار نه پوښتنه وکړه چې که چېرته ولسمشر شي نو ایا هغې ته به اجازه ورکړي چې په غازي لوبغالي کنسرت ورکړي او سندرې ووایي.
د حزب اسلامي مشر یې په ځواب کې وویل:
"زه فکر کوم کله چې په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شي ته به بیا دا هیله ونلرې چې سندرې ووایې، بلکې شاید ارمان دې دا وي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړه شې".
ګلبدین حکمتیار وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان کې داسې کوم بدلون نه دی راغلی چې دی پرې خوښ شي یا ویاړ وکړي، بلکې حقیقت دا دی چې هېواد د تاریخ له ډېرو بدو او تیارو ورځو تېرېږي.

د افغانستا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا دوه اوونۍ پاتې دي او ټاکل شوې ده چې د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره شي.
ګلبدین حکمتیار وویل، فکر نه کوي چې راتلونکې ټاکنې به رڼې وي، بلکې ویره لري چې دا به د افغانستان تر ټولو جنجالي او چټلې ټاکنې وي.
دې ټاکنو ته د ګلبدین حکمتیار په ګډون ۱۶ نور کسان هم نوماندان دي، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پکې شامل دي.
افغان حکومت ټینګار کوي چې د ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي پلان لري. خو د ټاکنو کمیسیون وایي، د حکومت له ژمنو سره سره اوس هم دوی له امنیتي ستونزو سره مخ دي.








