حکمتیار: له طالبانو مو غوښتي چې ولسمشرۍ ټاکنو کې دې موږ سره ودرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي له طالبانو یې غوښتي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د دوی تر څنګ ودریږي .
ښاغلی حکمتیار وایي طالبانو ته یې وړاندیز کړی چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د حزب اسلامي ګوند په ګډون د ګوندونو له يوي ټلوالې سره - چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ګډ ټکټ کار کوي - یو ځای شي.
ښاغلي حکمتيار د طالبانو او د سياسي ګوندونو د يادې ټلوالې تر منځ په درېیمګړي هېواد کې د ځانګړې ناستې د چمتوالي خبر هم ورکړ.
د هغه په وینا د دغو ګوندونو په مجموعه کې د هغه د حزب اسلامي د همفکره ګوندونو استازي شامل دي.
ښاغلي حکمتيار دغه راز وویل چې طالبانو ته په خپل وړاندیز کې يې دا هم ویلي چې داسې ټاکنیز ټکټ به جوړوي چې هم يې ولسمشر د ټولو د خوښې وي او هم "په کابینه کې طالبانو ته دومره ونډه ورکړي چې که له نورو ډېره نه وي لږه به هم نه وي".
نوموړی وایي که طالبان دغه وړاندیز ومني له یوې خوا به راتلونکي دولت کې برخه ولري او له بله پلوه به د دوی اصلي غوښتنې چې د بهرنیو ځواکونو وتل او په حکومت کې بدلون دی ومنل شي .
هغه وویل "طالبانو دوه شرطونه لرل، یو دا چې د بهرنیو ځواکونو د وتو مهالوېش باید وټاکل شي او بل دا چې اوسنی حکومت نه مني او حتی ورسره خبرو ته هم چمتو نه دي".
ښاغلي حکمتیار چې په کابل کې يې یوې خبري غونډې ته وینا کوله تیرې پارلماني ټاکنې هم له درغلیو ډکې وبللې او د هغو پایلې يې رد کړې.
هغه خبرداری ورکړ چې د دغو ټاکنو په غبرګون کې به کېدونکي احتجاجونه نور هم پراخ شي.
هغه دغه راز د افغانستان د ټاکنیز سیستم د بدلون غوښتنه وکړه او ویې ویل، دا سيستم چې د یوې او نه لېږدېدونکې رایې پر نظام ولاړ دی، د پي ار یا ګوندي سیستم ته دې بدل شي.
ښاغلي حکمتيار د سولې لپاره د افغان حکومت او ولسمشر غني پر هڅو هم سختې نیوکې وکړې.
هغه وویل د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د وينا له مخې باید باصلاحیته پلاوی جوړ شوی وای، خو د هغه په اند حکومت د مشورتي بورډ په جوړولو سره غواړي دا پروسه په خپل قابو کې وساتي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.









