افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ غړي اعلان کړي

د عکس سرچینه، AFP
افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ غړي اعلان کړي دي. په دې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې دغه بورډ او مرکچي پلاوی هېواد ته د پایېدونکې سولې د راتګ لپاره د کورنۍ همغږۍ په موخه غوره شوي دي.
د ملي امنیت شورا لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ په غونډو کې به د حکومت پر مشرتابه او ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د دیني عالمانو د شورا مشر، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او یو شمېر جهادي او سیاسي مشران ګډون کوي.
د ارګ لخوا یوه اعلامیه کې راغلي، یاد بورډ به د سولې په برخ کې له قومي، جهادي او اقتصادي مشرانو سره خبرې کوي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې په افغانستان کې د سولې په تړاو د ملت په کچه د سلا مشورې لپاره د سولې مشورتي بورډ د جوړولو اعلان کړی و.
د ارګ د اعلامیې له مخې په دې بورډ کې به لاندې کسان شامل وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت چارواکي
١- د افغانستان جمهور رییس او مرستیالان یې
٢- د حکومت اجرائیه رییس او مرستیالان یې
٣- د ولسي جرګې رییس
٤- د مشرانو جرګې رییس
٥- قاضي القضات
٦- د ملي امنیت سلاکار
٧- د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس
٨- لوی څارنوال
٩- پارلماني چارو کې د دولت وزیر
١٠- د ملي امنیت رییس
١١- د هېواد د علماوو سرتاسري شورا رییس
١٢- د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس
د هېواد جهادي مشران
١- پخوانى ولسمشر حامد کرزی
٢- پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي
٣- د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف
٤- د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار
٥-د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني
٦- د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني
٧- د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي
٨- د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني
٩- د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري
١٠- د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شېخ آصف محسني
١١- د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغنديوال
١٢- د سولې او پرمختګ ګوند مشر حاجي دین محمد
١٣- د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور
١٤- د هېواد سیاسي څېره آمنه افضلي
١٥- د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي
١٦- د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان
١٧- د زرغون بهیر مشر امرالله صالح
له دې مخکې د تېرې میاشتې ورستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د خپل حکومت د مذاکراتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړل.
په هغه بورډ کې ټولټال ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي.

د عکس سرچینه، ARG
د ولسمشر له لوري د هغه ۱۲ کسیز ټیم له ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته افغانستان کې د سیاسي ګوندونو یوې ټلوالې له طالبانو سره د سولې لپاره پر هغه مذاکراتي ټیم نیوکې وکړې.
د سیاسي ګوندونو او سیاسي بهیرونو کمېټې، چې ۳۵ ګوندونه یې غړیتوب لري، هغه مهال وویل، حکومت د سولې په برخه کې د یادو ګوندونو طرحه له پامه غوځولې او په وینا یې د سولې خبرې سر له اوسه بي پایلې دي.








