ولسمشر غني: دښمن زموږ جشن او خوشحالي نشي لیدلی

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمن د دې هېواد او د خلکو جشن او خوشحالي نشي زغملی، او ځکه یې د خوښۍ پر مراسمو بریدونه کوي. هغه نن سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده او په دې سره یې رسماً د خپلواکۍ د سل کلنۍ مراسم پیل کړل.
ښاغلي غني وروسته په دارالامان ماڼۍ کې یو شمېر چارواکو ته لنډه وینا وکړه. نوموړي وویل، افغان ولس یوازې د خپل استقلال څخه دفاع نکوي، بلکې د ده په خبره د ټول بشریت له بقا نه دفاع کوي.
ښاغلي غني وویل د نړۍ هیڅ قوت افغان ولس نشي محوه کولی.

د عکس سرچینه، ARG/AFG
ولسمشر غني روان وضعیت ته په اشارې وویل، عامو افغانانو په رسنیو کې د طالبانو پیغام رد کړ. که چېرته دا ډله په رښتیا هم فکر کوي چې افغانستان یې د بهرنیانو له اشغااله ازاد کړی نو بیا ولې نن د خپلواکۍ ورځ نه لمانځي؟
ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ او ویې ویل: "که چېرې تاسې افغانان یاست نو راشئ او موږ سره د خپلواکۍ ورځ ولمانځئ او که داسې نه کوئ نو بیا پر دې خاوره ستاسې لپاره هېڅ ځای نشته."
تر دې وړاندې افغان حکومت د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وو. ټاکل شوې وه چې د دوشنبې ماښام ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼ شمېر نور چارواکي او بهرني دیپلوماتان او عام افغانان په دارالامان ماڼۍ کې راټول شي.
داسې پلان و چې ولسمشر غني به له بیا رغونې وروسته د دارالامان ماڼۍ رسماً پرانیزي. په دغو مراسمو کې ویناو، ملي ترانو او ماښام مهال اور لوبې ته هم چمتووالی نیول شوی و.

د عکس سرچینه، ARG
خو تېره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د شنبې په ماسخوتن د ودونو پر یوه تالار د خونړي برید له کبله د زمري پر ۲۸مه نېټه د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په امر تر بلې نېټې ځنډول شوي دي.
د دغو مراسمو د لمانځنې لپاره جوړ شوي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کابل برید قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه پرېکړه شوې ده چې په دارالامان ماڼۍ کې ترتیب شوي مراسم وځنډول شي.
په اعلامیه کې د دغو مراسمو لپاره کومه بله نېټه نه ده یاده شوې. اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت باید د افغانانو په غم او ښادۍ کې شریک وي او د قرآن کریم په ختم به له دوی سره خپله خواخوږي څرګندوي.'
جمهوررئيس غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د نمانځنې په رسمي مراسمو کې وویل: "زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکې انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زموږ له دغې برحقه داعیې ټوله نړۍ خبره شي."
'داعشي عناصر افشا کړئ'
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو غوښتي چې په خپل چم ګاونډ او کار ځایونو کې داعشي عناصر افشا کړي چې په افغانستان کې د دغې ډلې ریښه هم پاتې نشي او له منځه لاړه شي.
ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو پرمهال وویل، د افشا ګرۍ په هره قضیه کې باید جدي ګام واخیستل شي او په دې برخه کې ناغیړي د منلو وړ نه ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر په کابل کې د واده پر یوه مراسمو برید ته په اشارې چې په وینا یې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه یې تر سیورې لاندې رواستې وایي، دا یو وحشیانه عمل دی او د خلکو د وینو غچ به اخلي.
د رسمې شمېرو له مخې د کابل د تیرې شپې په برید کې څه باندې ۶۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپیان دي.
که څه هم د دې برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستې خو ولسمشر د ملکیانو د تلفاتو اصلي لامل طالبان بللي او وایي، طالبانو ډیری نورو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره کړې ده.
طالبانو د کابل برید کې لاس لرل رد کړي.








