ولسمشر غني: دښمن زموږ جشن او خوشحالي نشي لیدلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمن د دې هېواد او د خلکو جشن او خوشحالي نشي زغملی، او ځکه یې د خوښۍ پر مراسمو بریدونه کوي. هغه ‌ نن سهار د ملي‌ دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده او په دې سره یې رسماً د خپلواکۍ د سل کلنۍ مراسم پیل کړل.

ښاغلي غني وروسته په دارالامان ماڼۍ کې یو شمېر چارواکو ته لنډه وینا وکړه. نوموړي وویل، افغان ولس یوازې د خپل استقلال څخه دفاع نکوي، بلکې د ده په خبره د ټول بشریت له بقا نه دفاع کوي.

ښاغلي غني وویل د نړۍ هیڅ قوت افغان ولس نشي محوه کولی.

ولسمشر غني‌ روان وضعیت ته په اشارې وویل،‌ عامو افغانانو په رسنیو کې د طالبانو پیغام رد کړ.‌ که چېرته دا ډله په رښتیا هم فکر کوي‌ چې افغانستان یې د بهرنیانو له اشغااله ازاد کړی نو بیا ولې نن د خپلواکۍ ورځ‌ نه لمانځي؟

ولسمشر غني‌ پر طالبانو غږ وکړ او ویې ویل: "که چېرې تاسې افغانان یاست نو راشئ‌ او موږ سره د خپلواکۍ ورځ‌ ولمانځئ او که داسې نه کوئ نو بیا پر دې خاوره ستاسې لپاره هېڅ ځای نشته."

تر دې وړاندې افغان حکومت د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وو. ټاکل شوې وه چې د دوشنبې ماښام ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼ شمېر نور چارواکي او بهرني دیپلوماتان او عام افغانان په دارالامان ماڼۍ کې راټول شي.

داسې پلان و چې ولسمشر غني به له بیا رغونې وروسته د دارالامان ماڼۍ رسماً پرانیزي. په دغو مراسمو کې ویناو، ملي ترانو او ماښام مهال اور لوبې ته هم چمتووالی نیول شوی و.

خو تېره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د شنبې په ماسخوتن د ودونو پر یوه تالار د خونړي برید له کبله د زمري پر ۲۸مه نېټه د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په امر تر بلې نېټې ځنډول شوي دي.

د دغو مراسمو د لمانځنې لپاره جوړ شوي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کابل برید قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه پرېکړه شوې ده چې په دارالامان ماڼۍ کې ترتیب شوي مراسم وځنډول شي.

په اعلامیه کې د دغو مراسمو لپاره کومه بله نېټه نه ده یاده شوې. اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت باید د افغانانو په غم او ښادۍ کې شریک وي او د قرآن کریم په ختم به له دوی سره خپله خواخوږي څرګندوي.'

جمهوررئيس غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د نمانځنې په رسمي مراسمو کې وویل: "زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکې انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زموږ له دغې برحقه داعیې ټوله نړۍ خبره شي."

'داعشي عناصر افشا کړئ'

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو غوښتي چې په خپل چم ګاونډ او کار ځایونو کې داعشي عناصر افشا کړي چې په افغانستان کې د دغې ډلې ریښه هم پاتې نشي او له منځه لاړه شي.

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو پرمهال وویل، د افشا ګرۍ په هره قضیه کې باید جدي ګام واخیستل شي او په دې برخه کې ناغیړي د منلو وړ نه ده.

ولسمشر په کابل کې د واده پر یوه مراسمو برید ته په اشارې چې په وینا یې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه یې تر سیورې لاندې رواستې وایي، دا یو وحشیانه عمل دی او د خلکو د وینو غچ به اخلي.

د رسمې شمېرو له مخې د کابل د تیرې شپې په برید کې څه باندې ۶۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپیان دي.

که څه هم د دې برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستې خو ولسمشر د ملکیانو د تلفاتو اصلي لامل طالبان بللي او وایي، طالبانو ډیری نورو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره کړې ده.

طالبانو د کابل برید کې لاس لرل رد کړي.