غني: طالبان د کابل برید په غندلو ځان ته برائت نشي اخیستلای

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کابل دوغ اباد سیمه کې د پېښې قربانیانو جنازه وشوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه ځانمرګی برید غندلی چې تېره شپه د کابل ښار دارلامان سیمې یوه تالار کې د واده پر مراسمو وشو او ۶۳ کسان پکې ووژل شول. ولسمشرۍ ماڼې په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویلي، 'له جنایتکارو به د دغه برید غچ واخیستل شي. '

په اعلامیه کې راغلی:

''طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابرونکي دي.''

د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدیځ شپږمې امنیتي حوزې اړوند د 'شهر دوبۍ ' ودونو تالار کې تېر ماخوستن یوه درنه چاودنه وشوه، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا، پکې تر اوسه لږ تر لږه د ۶۳ کسانو وژل کېدل او ۱۸۲ نور ټپي کېدل تایید شوي دي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، ځانمرګي بریدګر هغه مهال په ځان پورې تړلي باروت وچوول چې په تالار کې د واده مراسم روان وو. چاودنه د ښار په هغه سیمه کې له ځايي وخت سره سم ماخوستن لس بجې او څلوېښت دقیقې وشوه چې ډېرې اوسېدونکي یې هزاره ګان دي.

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پېښه کې له ۱۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي چې د روغتیايي چارواکو په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیا خواشینونکې ده.

د واده یو ګډونوال محمد فرهاد وايي، ''د ښځینه وو مېلمنو برخه کې و چې د نارینه وو خوا ته یې د چاودنې غږ واورید. '' نوموړي اي ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''ټولو خلکو په چیغو او ژړا بهر ته منډه کړه. تر شلو دقیقو پورې تالار تورو لوګیو نیولی و. هغه کسان چې د نارینه وو برخه کې وو، ټول یا وژل شوي یا ټپیان دي. له پېښې دوه ساعته تېر شوي وو، چې لا یې هم له تالاره مړي او ټپیان راایستل. ''

زوم چې یوه ځايي ټلویزیون ته یې خپل نوم میروس یاد کړی وايي:

''کورنۍ مې او ناوې مې بې هوښه دي. دوی خبرې هم نه شي کولای، پر ناوې مې بیا بیا د بې هوښۍ دوره راځي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

غبرګونونه

اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' ویلي، دغه برید دوی کړی دی او له دې مخکې د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د دغه برید غندنې تر څنګ لیکلي:

''دغه ډول عمدي او وحشیانه بریدونه او د ماشومانو او ښځو په نښه کول هېڅ توجیه نه لري. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

بل لور ته د ولسمشرۍ اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني به نن د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې امنیتي غونډه رهبري کړي او د نن ورځې لپاره یې خپل ټول کمپایني پروګرامونه لغوه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو هم دا حمله غندلي ویلي يي دي د یوناما د بشري حقونو ډله د یادې پېښې څېړنه کوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه حقایق را وسپړي.

ښاغلي یاماماتو ټينګار کړی چې په ولسي وګړو پرلپسې حملې ښيي چې د وګړو دخوندي تابه اقدامات پیاوړتیا ته اړتیا لري او هغه کسان چې دا ډول حملې تر سره کوی بالاخره باید محکمې ته راکش کړای شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي دا ډول کړنې له غندلوهم پورته دي اروپايي ټولنې ویلي 'هر چا چې دا برید کړی یا يي دا ډول حمله پلان کړې هغوی د بشریت دښمنان دي. '

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د افغانستان سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د دغه برید غندنې تر څنګ ویلي، ''باید د بین الافغاني خبرو په شمول د افغان سولې بهیر لا چټک شي چې داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره د افغانانو دریځ لا ډېر پیاوړی شي. ''

د افغان دولت اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''پر بې ګناه او بې دفاع ملکي خلکو برید جنګي جنایت او د انسانیت ضد عمل دی. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس وايي:

کابل کې د تېرې شپې واده مراسمو کې د چاودنه کول سخته بدعملي ده. قربانیانو او کورنیو ته یې د زړه له تله تسلیت وايم، په ځانګړې توګه پر بې ګناه ماشومانو او پر هېچا باید داسې برید و نه شي.

د واده په مراسمو کې د تېرې شپې چاودنې د غندنې، ویرې، قهر او نیوکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. سلګونو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې وینې لړلي تصویرونه خپاره کړي او حکومت يي د ولسي وګړو ژوند ته د نه پاملرنې له کبله په کمزورۍ تورن کړی دی.