د واده پر مراسمو برید ۹ کسه وژلي

افغان چارواکي وايي د افغانستان په ختيځ کې د واده پر مراسمو د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې لږ تر لږه ۹ کسه وژل شوي دي.
په بريد کې څلور کسه نور ژوبل شوي دي.
پېښه د ننګرهار د دربابا په ولسوالۍ کې شوې او ځايي چارواکي وايي هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو په هغه کور ډزې وکړې چې د واده مراسم په کې روان وو.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې او دغه راز يې لامل هم نه دی روښانه.
په افغانستان کې د واده پر مراسمو څو ځله هوايي بمبارد او بمي چاودنې شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د واده د مراسمو ګډونوال د وسله والو کسانو له لوري په ډزو وژل کېږي.
ننګرهار يو له هغو ولايتونو نه دی چې تر ډېره په کې د تاوتريخوالي پېښې کېږي او د دغه ولايت يو شمېر لرې پرتې ولسوالۍ زياتې ناامنه دي.




