د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایتالحق یاسیني
- دنده, بي بي سي، دوحه
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د غونډې ځینو برخوالو د بي بي سي ته تایید کړه چې په روانو خبرو کې پرمختګ شوی دی. سرچینو بي بي سي ته ویلي که په روانو خبرو کې کومې هوکړې ته رسېږي نو کېدای شي چې بین افغاني خبرې هم د جولای میاشتې په لومړیو کې پیل شي.
نن یکشنبه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو د اووم پړاو دویمه ورځ وه. د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې خبرې سمې او ښې روانې دي.
بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، امکان شته چې په راتلونکو دوه اوونیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.
د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د المان هېواد ژمنه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه برابروي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دوه ورځې وړاندې المان ته په یوه رسمي سفر تللی و.

د عکس سرچینه، MOFA FACEBOOK
ویل کېږي خبرې پر څلور ټکو څرخي، لومړی دا چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له پاره به مهال وېش ټاکل کېږي. دویم دا چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پرضد نه کارول کېږي. دریم اوربند او څلورم بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هوارېږي.
دا معلومه نه ده چې د خبرو اوسنی پړاو به تر کومه دوام وکړي خو سرچیني وايي دا ځل د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې جدي دي او ښايي درې ورځې دوام وکړي.
د دې پړاو خبرو تر پیلېدو دمخه د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې دواړه خواوې په خبرو کې جدي پرمختګ غواړي.
طالبانو هم د سولې اوسنې خبرې مهمې بللې دي.

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES
د تېرو پړاونو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ په موخه د نورو پرضد د افغان خاورې د نه کارونې پر مسایلو ور ټولې وې.
وړاندې طالبانو ويلي و چې د افغان سولې قضيې دوه اړخونه لري. يو کورنى او بل بهرنى.
د دوی په خبره کله چې د قضيې بهرنى اړخ حل شي نو دوى به کورني اړخ ته پام واړوي چې افغان حکومت سره د سولې مذاکرات دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې وړاندې کابل ته د ناڅاپي سفر پرمهال هیله څرګنده کړه چې افغانستان کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې د خبرو دا پړاو ډېر مهم دی.
"امید شته چې ښه پرمختګونه ترلاسه کړو او تر یوه بریده پایلو ته ورسیږو. دا دې پورې اړه لري چې امریکايي اړخ څومره جدي دی."










