ملا ضعیف: دوحه کې کېدونکې پرېکړې به عملي کېږي

ملا ضعیف
د عکس تشریح، ملا ضعیف وایي، ملا برادر په طالبانو کې تر ټولو مهمه څېره ده
    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, دوحه، قطر

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، په دوحه کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ روانه ناسته کې کېدونکې پرېکړې به عملي کېږي. دا ناسته سه شنبه پیل شوه او تمه کېږي چې لږ تر لږه درې ورځې به دوام کوي.

ملا ضعیف بي بي سي ته وویل، په دې ناسته کې د ملا برادر شتون مهم دی، ځکه دی اوسمهال په طالبانو کې تر ټولو قوي څېره ده او د امارت سیاسي مرستیال دی.

هغه زیاته کړه چې چې په طالبانو کې د ملا برادر محبوبیت تر پخوا هم ډېر شوی او خبره یې اغېز لري، او د طالبانو د مشر لخوا د مرستیالۍ لقب هم ورکړل شوی دی. ملا ضعیف وویل، د ده په باور اوسمهال د طالبانو په لیکو کې تر ملا برادر بل مهم څوک نشته دی.

نوموړي وویل، په روانه ناسته کې به پر پخوانۍ اجنډا سربېره د اوربند خبره او د بین الافغاني مذاکراتو پر موضوع هم خبرې کېږي، خو ویلی نشي چې ښکېلې غاړې به په دې برخه کې کومې هوکړې ته هم ورسېږي او که نه.

بل لور ته طالبانو ته نږدې سرچینو د بي بي سي ته ویلي، د خبرو په دې وروستۍ ناسته کې ملګري ملتونه او ناروې هېواد هم ښکېل دي، او دوی له ښکېلو غاړو سره په تخنیکي برخه کې مرسته کوي.

دا سرچینه وایي، د ملګرو ملتونو او ناروې رول به په قوي ګومان دا وي چې د ضمانتونو، د مسودې د ترتیب، د هوکړې د پلې کېدو او د تظمین برخه کې لارښوونه او مرسته وکړي.

قطر
د عکس تشریح، دواړه خواوې نن په دوحه کې د پنځم ځل لپاره مخامخ خبرې کوي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ په افغانستان کې د سولې د خبرو په تړاو پنځمه ناسته نن سه شنبه رسماً پیل شوه.

دواړو خواو د دوشنبې پر ماسخوتن په یوه غیر رسمي مېلمستیا کې هم له یو بل سره لیدل کتل کړي، خو اصلي خبرې نن پیل شوې.

په دې ناسته کې د امریکایي پلاوي مشري د افغانستان سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي، او ګومان کېږي چې د طالب پلاوي مشري د ملا برادر پر غاړه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي خبریال سکندر کرماني ته ویل، د ملا برادر له شتون نه مالومېږي چې طالبان دې خبرو ته څومره اهمیت ورکوي او له دې ناستې څومره تمه لري.

شاهین
د عکس تشریح، سهیل شاهین وایي، د ملا برادر شتون ښیي چې طالبان دې ناستې ته اهمیت ورکوي

پرون دوشنبه داسې رپوټونه وو چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا غبدالغني برادر به د نن ورخې د خبرو لومړۍ برخه کې ناست وي.

ملا برادر تېره شپه د امریکایي پلاوي له مشر زلمي خلیلزاد سره په هغه مېلمستیا کې هم ولیدل چې د قطر حکومت لخوا جوړه شوې وه. ښاغلي خلیلزاد پرون ویلي وو چې دا ځل به د طالبانو له یوه با اختیاره پلاوي سره ګوري.

قطر

د عکس سرچینه، Qatar Official Sources

د عکس تشریح، دواړو خواو تېره شپه په یوه مېلمستیا کې غیر رسمي خبرې وکړې

د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي دي چې دا ناسته به لږ تر لږه درې ورځې دوام کوي. دوی وایي چې د خبرو اجنډا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدل دي.

خو افغان حکومت تېره اونۍ ویلي وو چې دا ځل به د امریکایي پلاوي او طالب استازو په ناسته کې پر بین الافغاني مذاکراتو او اوربند هم خبرې کېږي.

د یادولو وړ ده چې د امریکایي پلاوي له غوښتنو سره سره طالبان تر اوسه دې ته نه دي چمتو شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي.