کرېکټ نړیوال جام: پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله اتمه لوبه پاکستان ته په دریو وېکټو بایلوده. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د ټولو ۵۰ اوورنو له لوبې وروسته یې د نهو وېکټو په زیان سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لوبډلې له سختې سیالۍ وروسته د ۴۹ اعشاریه څلور اوورنو لوبه کې د ۷ وېکټونو په زیان سره هدف پوره کړ او عماد وسیم د ګلبدین نایب په توپ څلوریزې سره پاکستان ته بریا خپله کړه.

عماد وسیم د سخت فشار حالت کې د ۴۹ منډو او دوو وېکټو تر لاسه کولو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

نوموړی وايي، کله چې یې لوبه پیل کړه، راشد خان خورا په زړه پورې بالنګ کاوه او داسې حالت کې یې یرغلګرانه لوبه مناسبه و نه بلله، خو وروسته یې پر ګلبدین نایب زورور ګوزارونه وکړل چې ګټه یې هم ترې واخیسته.

د یادونې ده چې د ګلبدین نایب په یوه اوور کې د عماد وسیم یو کیچ هم د پخواني افغان لوبډلمشر اصغر افغان له لاسونو وغورځېد.

له دې مخکې د ګلبدین نایب په یوه اوور کې پاکستان ۱۸ منډې تر لاسه کړې او تر ډېره حده فشار د پاکستان له لوبغاړو لېرې شو.

حمید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حمید حسن له ټپي کېدو وروسته پاتې اوورونه ګلبدین نایب وکړل

د حمید حسن ټپي کېدو له کبله لوبډلمشر ګلبدین نایب پاتې اوورنه خپله وکړل او په وروستیو اوورنو کې چې یاکر ته اړتیا وه، نوموړی و نه توانید او په نهه اعشاریه څلور اوورنو کې یې ۷۳ منډې ورکړې.

عماد وسیم د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې وکړې چې له ۵۴ توپونو یې تر لاسه کړې.

د لوبې ۳۹ اوور کې پاکستاني لوبغاړي سرفراز احمد د لسو اوورنو له لوبې وروسته لومړۍ څلوریزه ووهله او ورپسې د راشد خان په توپ سرفراز احمد له ۱۸ منډو سره رن اوټ وسوځېد.

سر فراز د دویم رن لپاره منډه کړه، خو توپ د افغان ویکټ ساتونکي اکرام علي خېل لاسونونو ته رسېدلی و، چې په یوه شېبه کې یې له وېکټ سره وواهه.

د ۴۰ اوورنو له لوبې وروسته د پاکستان پرتله د افغانستان منډو شمېره پام وړ ډېر و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې د افغانستان له لوري اکرام علي خېل او نجیب الله ځدراڼ د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې، هر یوه ۴۲ منډې وکړې. رحمت شاه له ۳۵ منډو سره دریم کامیاب افغان بېټسمن و.

د پاکستان له لوري شهنشاه اپریدي څلور، عماد وسیم او وهاب ریاض دوې - دوې ویکټې او شاداب خان یوه وېکټه تر لاسه کړې.

د پاکستان ځوابي لوبې له ۲۵ اوورنو بشپړېدو وروسته ۱۰۳ منډې تر لاسه کړې او محمد حفیظ او حارث سهیل د لوبې په ډګر کې ولاړ وو. د لوبې له لومړي سره افغان سپېن بالران پر پاکستاني بېټسمنانو د فشار راوستو کې بریالي ښکاريده.

د پاکستان لوبډلې د ځوابي لوبې پيل خوندور نه و او د پاکستان له لوري اوپنر فخر زمان لومړنی لوبغاړی و، چې له هیڅ منډې تر لاسه کولو پرته وسوځېد.

بابر اعظم د محمد نبي په توپ د ۴۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او له دې مخکې اوور کې امام الحق هم د محمد نبي په توپ د ۳۶ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد.

محمد نبي په خپلو ۱۰ اوورنو کې ایله ۲۳ منډې ورکړې او دوې وېکټې یې تر لاسه کړې. د نوموړي بالنګ د لږ منډو ورکړې له پلوه د افغانستان لپاره خورا ګټور وو.

محمد نبي او مجیب الرحمان دوې - دوې ویکټې او راشد خان یوه وېکټه تر لاسه کړې دي.

کرېکټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان له لوري نهم لوبغاړی حمید حسن و چې د یوې منډې له تر لاسه کولو وروسته د وهاب ریاض په توپ وسوځېد. راشدخان د اتو منډو له تر لاسه کولو ورسته د شهنشاه اپریدي په توپ وسوځېد.

نجیب الله ځدراڼ د ۵۴ توپونو له لوبولو د ۴۲ منډو له جوړولو وروسته د شهنشاه اپریدي په توپ وسوځېد. محمد نبي د ۳۶ توپونو له لوبولو وروسته د وهاب ریاض په توپ د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته کیچ او وسوځېد.

افغانستان له لوري یوې ورځنیو لوبو کې تر ټولو د ډېرو منډو ریکارډ لپاره محمد نبي ته ۴۷ منډې پکار وې، خو نوموړی و نه توانید دغه منډې تر لاسه کړي. نوموړي تر اوسه ۲۶۸۱ منډې کړې دي او محمد شهزاد ۲۷۲۷ منډې لري.

نبي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لوبې لومړنۍ پاڼۍ له پای سره سم د افغان لوبډلې نیمايي لوبغاړي له میدانه بهر شول. له ۲۷ اوور وروسته د افغانستان لوبه سوکه شوه او له پنځو اوورنو یې ایله ۱۴ منډې تر لاسه کړې.

اکرام علي خېل د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته د عماد وسیم په توپ کیچ اوټ شو. له ده مخکې اصغر افغان د ۴۲ منډو له جوړولو وروسته د شاداب خان په توپ وسوځېد.

اصغر له ۳۵ توپونو سره مخامخ شو او د لوبې نیمايي اورنو له پای ته ورسېدو وروسته وسوځېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په لوبډله کې د دولت ځدراڼ پر ځای حمېد حسن اخېستل شوی، په دې لوبه کې د پاکستان په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د پیل درېیو وېکټونو له غورځېدو وروسته اصغر افغان او اکرام علي خیل په خورا زړورتوب سره لوبه وکړه او د اصغر له سوځېدو وروسته محمد نبي د علي خېل ملګرتیا ته ورغی.

د افغانستان لپاره یو ځل بیا هم ګلبدین نایب او رحمت شاه توپوهنه پیل که. ګلبدین نایب په پنځم اوور کې په ۱۵ منډو د شاهین شاه اپرېدي په توپ وېکټ ساتونکي کچ اوټ کړ.

په ورپسې توپ حشمت الله شهیدي هم په لومړي بال کچ اوټ شو. رحمت شاه یو څه وضعیت کنترول کړ خو د دیارلسم اوور په وروستي توپ دی هم د عماد وسیم په توپ کچ اوټ شو.

له هغه وروسته د اصغر افغان او اکرام علي خېل ترمنځ د پنځوس منډو ملګرتیا د افغانستان پاڼۍ یو څه غښتلې کړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د نن لوبه د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهمه ده.‌ پاکستان لا هم د دې سیالیو نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته د رسېدو چانس لري، خو په دې شرط چې د نن لوبې په ګډون خپلې ټولې لوبې وګټي او د نورو لوبو پایلې هم د دوی په ګټه تمامې شي.‌

بلخوا افغان لوبډلې په دې سیالیو کې تر دې دمه هېڅ لوبه نه ده ګتلې او پوره هڅه به کوي چې تش لاس بېرته هېواد ته ستنه نشي.‌‌

په نننۍ لوبه کې افغان لوبډله او مینه وال یې ښایي په دې هم لږ ډاډه وي‌ چې تر نړیوال جام وړاندې افغانستان پاکستان ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړې وه.

پاکستان په خپلو لومړنیو څو لوبو کې ډېر ښه ونه ځلېد، خو له کوربه هېواد انګلنډ، نیو زیلنډ او شري لنکا نه یې لوبې وګټلې او نیمه پایلوبو ته د رسېدو هیله یې لا هم ژوندۍ ده.‌

خو افغان لوبډله تر دې دمه د مینه والو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې، او له یو دوه لوبو پرته یې په پاتې لوبو کې ښه لوبه نه ده کړې.

کرېکټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان لوبډلې مینه وال هره لوبه کې په ګڼ شمېر کې راځي

په یوه جلا پرمختګ کې دوه ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د افغان لوبډلې تېز بالر افتاب عالم له نړیوال جام سیالیو بهر شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اعلامیه کې وویل چې افتاب عالم د "انضباطي سرغړونې" له کبله له لوبډلې ایستل شوی او پر ځای به یې ځوان تېز بالر سید شېرزاد له ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.‌

په لیډز ښار کې ګڼ شمېر پاکستاني وګړي مېشت دي او نن لوبه کې به هم د پاکستان د مینه والو او ملاتړ شمېر خورا ډېر وي.‌

کرېکټ لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images