د ولسي جرګې د مشر ټاکلو ته رای اچونه بیا دویم پړاو ته ولاړه

د عکس سرچینه، Arg
د ولسي جرګې د څوکۍ لپاره د رییس د ټاکلو په موخه درېیو نویو نوماندانو ته رایه واچول شوه. میر افغان صافي د تایید ۷۷ رایې، احمد جاوید جیحون ۷۳ او عبدالشکور واقف حکیمي ۳۵ رایې وګټلې. هېڅ یوه ۵۰+۱ رایې پوره نه شوې کړای او ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.
۴۲ رایې باطلې و ۱۰ نورې سپینې وې.
د ولسي جرګې لنډمهالي مشر ملک قیس نور اقا ملکزي وکیلانو ته وویل، درې واړه نوماندانو پنځوس جمع یو رایه پوره نه کړه نو په دې اساس ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.
ښاغلي ملکزي وویل په بیا ځلې ټاکنو کې ښاغلی حکیمي، چې تر ټولو کمې د تایید رایې یې واخیستې، نشته او د میر افغان صافي او احمد جاوید جیحون ترمنځ به نن بیا ټاکنې کېږي.
له شاوخوا یوې میاشت ناندریو وروسته ولسي جرګې د تېرې دوشنبې په ورځ د رایو ورکولو له لارې چې په ترڅ کې یې د تېرو ټاکنو "جنجالي" رایه باطله وګڼله او میررحمن رحماني ریاست ته لار ونه موندله.
د دوشنبې (چنګاښ ۳) رایه ورکونه د هغې "جنجالي" رايې پر اعتبار وه چې له امله یې ښاغلی رحماني ونه توانېد ریاست ته ورسېږي.
د کورنیو وظایفو د اصولو له مخې کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني دواړه بیا ځانونه نشي نومولی.
د تېرې ورځ په غونډه کې ۲۲۹ وکیلانو ګډون کړی و. له دوی څخه ۹۰ کسانو مخکینۍ "جنجالي" رايه تایید او ۱۲۰ رد کړه چې ورسره ښاغلی رحماني ونه توانېد د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته لار پيدا کړي. په کارول شویو رایو کې ۳ سپینې ۱۶ باطلې رایې شاملی وې.
دویم پړاو ټاکنې
پرېکړه دا وشوه چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي او نوي کسان به د جرګې د ریاست څوکۍ ته ځان نوماندوي. د کورنیو وظایفو د اصولو له مخې کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني دواړه بیا ځانونه نشي نومولی.
له رای اچونې وروسته د ننګرهار ولایت استازی ملک قیس نور اغا ملکزی د پارلمان موقت رییس وټاکل شو.
د غويي پر ۲۸ مه د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنو کې چې د کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني ترمنځ تر سره شوې، د "جنجالي " رایې پر سر د ناندرۍ له راټوکېدو سره سره د جرګې سرپرست میر رحمن رحماني د جرګې د مشر په توګه اعلان کړ. خو یو شمېر وکیلانو له دې اعلان سره مخالفت وکړ

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMANI
په دغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمن رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې. دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.
د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکې اعلان شوې وې. خو داسې ونه شول او په پارلمان کې د یوه لنډې دمې وروسته رحماني ګټونکی اعلان شو.
خو کمال ناصر اصولي هغه مهال له بي بي سي سره په خبرو کې وویلي و، د جرګې د مشر په حیث څوک نه دي ګومارل شوې او د اصولو له مخې باید د رئیس په توګه د ټاکنو له لارې و ګومارل شي.
هغه مهال جرګه کې ۲۴۷ وکیلانو برخه لرله او د جرګې لنډ مهالي مشر چې دا بهیر يې کنترولاوه د مشرۍ مقام ګټلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وبللې.
د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شو.
د غويي پر ۲۸ مه د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنو کې چې د کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني ترمنځ تر سره شوې، د "جنجالي " رایې پر سر د ناندرۍ له راټوکېدو سره سره د جرګې سرپرست میر رحمن رحماني د جرګې د مشر په توګه اعلان کړ. خو یو شمېر وکیلانو له دې اعلان سره مخالفت وکړ.
د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شو.









