میر رحمان رحماني د ولسي جرګې ریاست له سیالۍ ووت

میر رحمان رحماني

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMANI

د عکس تشریح، له شاوخوا یوې میاشت ناندریو وروسته په یوې جنجالي رایه د ولسي جرګې غړو نن د جرګې په تالار کې رایی وکارولی.

له شاوخوا یوې میاشت ناندریو وروسته په یوې رایه ورکونه کې د ولسي جرګې غړو نن د جرګې په تالار کې خپلې رایې وکارولې چې په ترڅ کې یې د تېرو ټاکنو "جنجالي" رایه باطله وګڼله او میررحمان رحماني ریاست ته لار ونه موندله.

د نن (دوشنبه د چنګاښ ۳) رایه ورکونه د هغې "جنجالي " رايې پر اعتبار وه چې له امله یې ښاغلی رحماني ونه توانید ریاست ته ورسېږي.

په نننۍ غونډه کې ۲۲۹ وکیلانو ګډون کړی و. له دوی څخه ۹۰ کسانو مخکینۍ "جنجالي " رايه تایید او ۱۲۰ رد کړه چې ورسره ښاغلی رحماني ونه توانېد د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته لار پېدا کړي.

په کارول شویو رایو کې ۳ سپینې ۱۶ باطلې رایې شاملی وې.

پرېکړه دا وشوه چې ټاکنې به دوهم پړاو ته ځي او نوي کسان به د جرګې د ریاست څوکۍ ته ځان نوماندوي.

د کورنیو وظایفو د اصولو له مخې کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني دواړه بیا ځانونه نشي نومولی.

له رای اچونې وروسته د ننګرهار ولایت استازی ملک قیس نور اغا ملکزی د پارلمان موقت رییس وټاکل شو.

ټاکل شوی سبا د سې شنبه د ولسي جرګې د ریاست لپاره بیا ځلي ټاکنې تر سره شي.

ستونزه چېرې وه؟

د غويي پر ۲۸ مه د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنو کې چې د کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني ترمنځ تر سره شوې، د "جنجالي " رایې پر سر د ناندرۍ له راټوکېدو سره سره د جرګې سرپرست میر رحمن رحماني د جرګې د مشر په توګه اعلان کړ. خو یو شمېر وکیلانو له دې اعلان سره مخالفت وکړ.

ولسي جرګه
د عکس تشریح، د ریاست مېز او څوکۍ څو ورځې وړاندې د وکیلانو ترمنځ فزیکي شخړه کې مات کړای شول.

په دغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمن رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې.

دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.

د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکې اعلان شوې وې. خو داسې ونه شول او په پارلمان کې د یوه لنډې دمې وروسته رحماني ګټونکی اعلان شو.

خو کمال ناصر اصولي هغه مهال له بي بي سي سره په خبرو کې وویلي و، د جرګې د مشر په حیث څوک نه دي ګومارل شوې او د اصولو له مخې باید د رئیس په توګه د ټاکنو له لارې و ګومارل شي.

هغه مهال جرګه کې ۲۴۷ وکیلانو برخه لرله او د جرګې لنډ مهالي مشر چې دا بهیر يې کنترولاوه د مشرۍ مقام ګټلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وبللې.

د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شو.