په پښتو ژبه د مودي ټویټ او د سولې لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ

غني او مودي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ارګ یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر رسمي ټوېټر پاڼه په پښتو ژبه ټویټ شوی او پکې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ښاغلي مودي د لیدنې یادونه شوې ده.‌

ولسمشر غني پرون پنجشنبه په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو د سرمشریزې په څنډو کې له لومړي وزیر مودي سره وکتل.‌

په دغه ټویټ کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغانستان او هند د اړیکو په اړه په زړه پورې بحث درلود،‌ او دا چې هند د افغان ولس لپاره د سولې په موخه د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي.

بله خوا نن جمعه ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې وینا وکړه، نوموړي وویل،‌ په افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه یوه ټلواله رامنځته شي.‌

د ښاغلي غني په وینا دا ټلواله به له افغان حکومت سره په ګډه د سولې د خبرو لپاره یو تګلاره او پلان چمتو کوي.‌

ولسمشر غني په خپل وینا کې وویل، د سولې پروسه کې ویشلې تګلاره او بهیرونه یوه ستونزه ده،‌ او د چټکو او مثبتو پایلو لپاره باید یوه منظمه تګلاره غوره شي.

ښاغلي‌ غني‌ زیاته کړه، ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی او په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات تظمین کوي.

نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره وویل،‌ افغان حکومت په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا پر ژمنه او هلو ځلو باور لري،‌ او امریکا په دې برخه کې له ټولو ښکېلو خواو سره په همغږۍ ګام اخلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ولسمشر غني په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکیلې او قاچاقو په اړه هم خپله اندېښنه له نورو مشرانو سره شریکه کړه.‌

نوموړي مخدره توکي د راتلونکي نسل لپاره یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د مخدره توکو پر ستونزه او د حل لاره هم خبرې وشي.

له دې مخکې ولسمشر غني، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې په څنډه کې د هند، تاجکستان، قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان له مشرانو سره وکتل.

د هند له لومړي وزیر نرېندارا مودي سره د ښاغلي غني د لیدنې په تړاو د ارګ یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې.