تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په پښتو ژبه د مودي ټویټ او د سولې لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر رسمي ټوېټر پاڼه په پښتو ژبه ټویټ شوی او پکې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ښاغلي مودي د لیدنې یادونه شوې ده.
ولسمشر غني پرون پنجشنبه په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو د سرمشریزې په څنډو کې له لومړي وزیر مودي سره وکتل.
په دغه ټویټ کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغانستان او هند د اړیکو په اړه په زړه پورې بحث درلود، او دا چې هند د افغان ولس لپاره د سولې په موخه د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي.
بله خوا نن جمعه ولسمشر محمد اشرف غني هم د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې وینا وکړه، نوموړي وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه یوه ټلواله رامنځته شي.
د ښاغلي غني په وینا دا ټلواله به له افغان حکومت سره په ګډه د سولې د خبرو لپاره یو تګلاره او پلان چمتو کوي.
ولسمشر غني په خپل وینا کې وویل، د سولې پروسه کې ویشلې تګلاره او بهیرونه یوه ستونزه ده، او د چټکو او مثبتو پایلو لپاره باید یوه منظمه تګلاره غوره شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی او په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات تظمین کوي.
نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره وویل، افغان حکومت په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا پر ژمنه او هلو ځلو باور لري، او امریکا په دې برخه کې له ټولو ښکېلو خواو سره په همغږۍ ګام اخلي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکیلې او قاچاقو په اړه هم خپله اندېښنه له نورو مشرانو سره شریکه کړه.
نوموړي مخدره توکي د راتلونکي نسل لپاره یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د مخدره توکو پر ستونزه او د حل لاره هم خبرې وشي.
له دې مخکې ولسمشر غني، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې په څنډه کې د هند، تاجکستان، قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان له مشرانو سره وکتل.
د هند له لومړي وزیر نرېندارا مودي سره د ښاغلي غني د لیدنې په تړاو د ارګ یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې.