"کومانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه لسګونه بندیان خوشي کړي"

د عکس سرچینه، SHAHHUSSAIN MURTAZAWI
د افغانستان د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان نه ۸۳ کسان ازاد کړي دي. دغه عملیات د تېره شپه (غبرګولي ۱۵) د شاخ په نوم سېمه کې د طالبانو په یوه پټ زندان تر سره شوي دي.
د اعلامیې له مخې په خوشې شویو کې ۵۱ یې د امنیتي ځواکونو سرتیري او عام خلک دي.
دغه وزارت ویلي نور۲۰ تنه یې د طالبانو غړي دي او همدا راز څلور نور یې د داعش ډلې غړي و او ۸ نور بیا د بهرنیان دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهېن قول اردو چارواکو هم دې عملیاتو ته په اشارې ویلي ازاد شوي کسان د میمنې ښار هوايي ډاګر ته وړل شوي.
د قول اردو په دې خبر پاڼه کې بیا راغلي چې د داعش ډلې لس بهرني غړي چې درې کاله وړاندې د جوزجان په درز اب ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ځای شوي وو هم د خوشی شویو په ډله کې دي.
د دې قول اردو د اعلامیې له مخې د زندان درې طالب ساتونکي په دې عملیاتو کې وژل شوي او درې نور یې ژوندي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د افغانستان د فاع وزارت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې په هلمند او غزني ولایتونو کې یې د طالبانو له زندانونو ۷۰ کسان ازاد کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Faiq Facebook
د فاریاب والي نقیب الله فایق بي بي سي ته وویل چې د افغانستان په شمال کې دغه زندان د طالبانو د مرکزي زندان په نوم یادېده او په تېرو لسو کلونو کې هغوې په دې بند کې نظامیان او عام خلک ساتل.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په ازادو شویو کسانو کې څلور یې د قزاقستان او تاجکستان اوسېدونکي دي چې وړاندې د اسلامي دولت (داعش) ډلې سره وو.
د والي په وینا د ازادو شویو کسانو په ډله کې ۲۰ یې غیر پوځيان و او همدا راز د هغو الوتکو پیلوټان او مساپر دي چې د طالبانو تر حاکمیټ لاندې سېمو کې لوېدلې وې.
د ښاغلي فایق په خبره د زندانیانو په کتار کې د کمانډو ځواکونه،د پولیسو سرتېري او سیمه یېز پولیس هم وو.
دې ادعا کوي چې طالبانو غوښتل د دې زندانیانو په بدل کې خپل بندیان چې له حکومت سره دي تبادله کړي.
د فاریاب والي په دې باور دی چې، پر دې زندان عملیات به د افغانستان د امنیتي ځواکونو روحیه لا پیاوړې کړي.

د عکس سرچینه، 209 SHAHEEN CORPS
څه وخت وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) اعلان کړی و چې د دوی څېړنې ښیې چې طالبان په خپلو زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کوي.
د دوی په راپور کې راغلي وو چې طالبان په خپلو زندانونو کې داسې کړنې تر سره کوي چې شکنجه شمېرل کېږي او همدا راز داسې ادعاوې شوې چې له طالبانو سره بندیان د شکنجې له امله وژل شوي هم دي.
یوناما په خپل هغه راپور کې ویلي وو چې له طالبانو سره نیول شوي کسان په بدو شرایطو کې ساتل کیږي او سختو کارونو ته اړ کېږي.
خو طالبانو بیا دغه راپور مغرضانه او ناسم وګاڼه او زیاته کړې یې وه چې دغه راپور یو اړخېز دی او په یوناما یې نېوکه کړې وه چې ولې د افغانستان او د امریکا د دولت تر حاکمیت لاندې زندانونو په اړه راپور نه ورکوي.








