کابل: د اداري اصلاحاتو کمېسیون پر موټر برید کې مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، EPA
په کابل کې د د اداري اصلاحاتو د کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد بي بي سي ته وویل چې د دوي د همکارانو پر کاسټر ډوله موټر چاودنه کې د دغه کمېسیون کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پېښه د دارالامان سیمه کې شوې ده.
ښاغلی احمد وايي پر دغه موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې مامورین یې خپلو کورونو ته رسول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار پر خپله ټوېټر پاڼه په نننۍ چاودنه کې د ۵ کسانو د وژل کېدو او د ۱۰ نورو د ټپیانېدو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي دغه چاودنه شاوخوا یوه نېمه بجه د یوه نښلېدونکي یا چسپکي ماین په وسیله شوې.
تېره ورځ هم کابل د څلورو چاودنو شاهد و چې دوه یې نښلېدونکي ماینونه ول. یوې چاودنې د برهان الدین رباني د پوهنتون محصلین په نښه کړل او بله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر موټر وشوه.
د تېرې ورځې په چاودنو کې دوه کسان وژل شوي ول او ۲۷ نور ژوبلېدلي ول. په ټپیانو کې پنځه ښځینه محصلینې هم وې.

د عکس سرچینه، Socila Media
هاخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کوچني اختر لپاره په ټول هېواد کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي. د هغه په وینا، پولیس به د اختر پر لومړۍ ورځ په جوماتونو کې تلاشي کوي او ځینې به د ملکي خلکو په جامو کې په جوماتونو کې ځای پر ځای شي.
ښاغلی رحيمي زیاتوي پولیسو ته دنده ورکړل شوې هغه کسان ونیسي چې د اختر په ورځو کې پټاکۍ کاروي او تر اوسه یې ۸۰ هغه دوکانداران هم نیولي چې پر ماشومانو یې دغه چاودنېدونکي پټاکۍ خرڅې کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA
په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې په جوماتونو کې چادونې وشوې او پر دیني عالمانو هم هدفي بریدونه ترسره شول، چې د دوو دیني عالمانو تر څنګ یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت په وینا د روژې په میاشت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو له امله څه باندې ۲۰۰ پولیس او نژدې ۲۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي او طالب لوري ته هم د خپل ځان پرتله د څو برابره درانې مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي.








