د کابل حکومتي ودانۍ له اووه ساعته برید وروسته

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د پرون ورځې خونړي برید کې ۴۷ کسان وژل شوي، چې ۴ یې بریدګر او ۴۳ ملکي کسان په کې شامل دي. دغه برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

تصویرونه کابل کې د بي بي سي خبریال بشیر پیمان اخیستي.

بریدګرو لومړی د شهداوو او معلولینو پر معینیت برید وکړ
د عکس تشریح، بریدګرو لومړی د شهداوو او معلولینو پر معینیت برید وکړ
دریو بریدګر په دیوال کې د بمې چاودنې په وسیله سوری وکړ او د فواید عامه وزارت ودانۍ ته ننوتل
د عکس تشریح، دریو بریدګرو په دیوال کې د بمې چاودنې په وسیله سوری وکړ او د فواید عامه وزارت ودانۍ ته ننوتل
پروني برید کې ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي کسان دي
د عکس تشریح، پروني برید کې ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي کسان دي
بریدګرو دغه ودانۍ کې مورچه ونیوله او اووه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.
د عکس تشریح، بریدګرو دغه ودانۍ کې مورچه ونیوله او اووه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.
دغه ودانۍ کې د شهداوو او معلولینو وزارت اړوند وړکتون و چې د برید پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی
د عکس تشریح، دغه ودانۍ کې د شهداوو او معلولینو وزارت اړوند وړکتون و چې د برید پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی
افغانستان
د عکس تشریح، دغه دفتر هم د وړکتون اړوند و
د شهداوو او معلولینو معینیت ادارې ډېرې برخې یا بشپړې ویجاړې شوې او یا سخت زیان ورته اوښتی
د عکس تشریح، د شهداوو او معلولینو معینیت ادارې ډېرې برخې یا بشپړې ویجاړې شوې او یا سخت زیان ورته اوښتی
افغانستان
د عکس تشریح، د هغې ودانۍ یوه برخه چې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې منځ کې وه
افغانستان
د عکس تشریح، د دغو دفترونو یوه کوچنۍ برخه د نښتې له لوګیو او ویجاړۍ خوندي پاتې شوې
افغانستان
د عکس تشریح، پرونی برید د شپې نژدې ۱۱ بجې پاتې ته ورسېد

.