عبدالله: دیني عالمان د یوه پلان له مخې وژل کېږي

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست مشرعبدالله عبدالله پر ديني عالمانو وروستي بریدونو د یوه پلان له مخې عمل وباله.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت بیا له امنیتي بنسټونو د جوماتونو او دیني عالمانو د ځانګړي امنیتي ساتنې غوښتنه کړې.
دغه وزارت د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې په جوماتونو کې وسله وال ساتونکي ودروي، چې هغوی د لمونځ کوونکو او ملا امامانو امنیت وساتي.
په کابل کې په تېرو څلورو ورځو کې په دیني عالمانو درې پرلپسې بریدونو په دې هېواد کې د خطر زنګ وکړنګاوه.

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
د جمعې پر ورځ د منبر پرسر ځای پر ځای شوي ماین له امله د مولوي سیمع الله ریحان وژنه، ورپسې د یکشنبې پر ورځ د کابل په سید نور محمد شاه مېنه یا کارته نو سیمه کې د شبیر احمد کامه وال په نوم بل دیني عالم په ډزو ووژل شو او نن د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د کار کوونکو پر موټر بمي چاودنه کمسارې پېښې ګڼل کېږي چې د حکومت اندېښنې یې راپارولې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي د مولوي ریحان قبر ته هم بم اېښودل شوی و.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په اوونېزه غونډه کې وویل: "دا په هېڅ چوکاټ کې جوزا نه لري چې د روژې په مبارکه میاشت کې یوه ترهګریزه پېښه وشي چې د همداسې پېښو په پایله کې مولوي صاحب ریحان په شهادت ورسید. ښکاري چې د یوه پروګرام له مخې د افغانستان د خلکو بېلابېل قشرونه، په ځانګړي ډول دیني عالمان له بده مرغه د اسلام په نوم په نښه کېږي."
د افغانستان د عالمانو شورا هم د دیني عالمانو پر نه خوندیتوب اندېښنه ښودلې. دغه شورا وايي، هغه عالمان چې حکومت پلوي دي او روانه جګړه غندي خوندي نه دي.

د عکس سرچینه، ARG/Social Media
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د دیني عالمانو د امنیت ساتنې په اړه ځانګړی پلان نه لري خو وايي د نورو افغانانو په شان د دیني عالمان خوندیتوب هم د پولیسو دنده ده.
په افغانستان کې جوماتونه او ملا امامان د دغه هېواد د حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د عکس سرچینه، MOI
د دغه وزارت ویاند نصیرالدین دریځ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دیني عالمان بې پرې خلک دي او د دوی وژل یې وغندل.
د دوی په وینا په تېره یوه نیمه لسیزه کې، تر زرو ډېر دیني عالمان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.









