تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي غړي وټاکل شول
مشورتي لویې جرګې د خپلې کاري ورځې په دویمه نیمایي کې د مرستیالانو او منشیانو له پاره رایې واچولې. کابل کې د بي بي سي خبریال سید انور په خپل رپوټ کې وايي، محمد عارف نورزی، حبیبه سرابي، انجنیر کمال ساپی، ناجیه منیره اخندزاده او محمد افضل حدید د لویې جرګې مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
دغه راز رفيع الله حيدری، عاطفه طيب، عرفانالله عرفان، ګلالۍ اکبري او محمد موسی رحيمي د منشیانو په توګه وټاکل شول، چې عبدالقادر ځاځی د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په انتصابي توګه د ولسي جرګې د دارالانشاء مشرتابه ته ټاکل شوی دی.
د لویې جرګې د مرستیالۍ لپاره ۱۹ کسان کاندیدان وو او د منشيانو پوستونو لپاره ۳۰ کسان کاندیدان وو چې ۱۷ یې ښځې دي.
ټاکل شوې وه جرګه ۴ مرستیالان او څلور منشیان ولري، خو د ښځو فعالانو تر هڅونو وروسته چې ډېره ونډه یې غوښته، د مرستیالانو او منشیانو دواړو شمېر پنځو ته لوړ شو.
تر دې وړاندې د جرګې غړو په ۵۱ کمیټو کې خپل کار پیل کړی و.
تمه دا وه چې یاده جرګه به په څلورو ورځو کې خپل کار بشپړ کړي او خپلې سپارښتنې به حکومت ته وسپاري، خو اوس داسې شکاري چې ښایي جرګه تر ټاکل شوې مودې هاخوا وغځېږي.
د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ استازي ډاکټر الله داد بي بي سي ته د کابل پر وخت مازدیګر مهال وویل:
''پر دویمه ورځ د جرګې د عمومي منشیانو او مرستیالانو لپاره پټه رایه اچونه وشوه. ۱۹ کسانو د مرستیال لپاره او ۳۰ کسانو د منشي لپاره ځانونه کاندید کړي وو، چې د رایو شمېرنه روانه ده او تر اوسه پایله نه ده څرګنده. د هرې کومېټې لپاره په ازادو ټاکنو کې رئیس او منشيان وټاکل شول او اصل بحث به سبا چارشنبه سهار اته بجې پیلېږي ''
ښاغلی الله داد وايي، په قوي احتمال جرګه به تر ټاکل شوې مودې وغځېږي، ځکه لومړۍ دوه ورځې هېڅ اصل بحث ته وخت پاتې نه شو.
د جرګې د سمبالوونکي کمیسیون غړی او ویاند عبدالرشید ایوبي وايي، د څه باندې ۳ زره غړو تر منځ دغو ټاکنو ته د شپې تر ناوخته چمتووالی نیول شوی.
د اداري پلاوي د ټاکونکو اتو غړو تر منځ دوه څوکۍ مېرمنو ته په نظر کې نیول شوې.
ولسمشر غني تېره ورځ د جرګې د مشری لپاره د عبد الرب رسول سیاف وړاندیز وکړ چې ګډونوالو په لوی اکثریت ومانه خو کله چې سیاف خپل مرستیالان معرفي کړل د خلکو د سخت مخالفت سره مخ شو او دا کار د دې سبب شو چې د اداري پلاوي او کمېټو د بشپړېدو لپاره اضافه وخت ځانګړی شي.
عبدالرشید ایوبي وايي له دې سره د جرګې د غځېدو امکان هم شته او سمبالوونکي کمیسیون د درېیو اضافه ورځو لپاره چمتووالی نیسي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون تېره ورځ د ولسمشر غني په وینا پیل او د لومړي پلان له مخې ټاکل شوي وه چې ګډونوال په څلورو ورځو کې د سولې په اړه حکومت ته لازمې سلا مشورې ورکړي.
د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو ګډون نه دی کړی. اجرایه مشر او د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله یو له دې کسانو دی.
د ولسمشرۍ نورو کاندیدانو محمد حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو هم جرګه کې له ګډونه ډډه کړې.
د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په دې جرګه کې نه شته.
یو شمېر مخکښ سیاسي مشران لکه پخوانی ولسمشرحامد کرزی، د جنبش ګوند مشرعبدالرشید دوستم، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، جهادي شخصیت یونس قانوني او اسماعیل خان، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر عطا محمد نور او یو شمېر نورو کسانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی.