تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې مشورتي لویه جرګه: د لومړۍ ورځې بشپړ حال
له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه دوشنبه په کابل کې د څه باندې ۳۰۰۰ ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شوه. د دې جرګې موخه له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه چوکاټ رامنځ ته کول او له افغان ولس سره سلا مشوره کول دي.
دې جرګې ته - چې د افغانستان پر ملي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د ټول افغان ملت سترګې د سولې مشورتي جرګې ته دي؛ چې په وینا کې اتلس کاله وړاندې هم دلته د اساسي قانون لپاره جرګه جوړه شوې وه، هغه قانون چې وسله وال طالبان یې سم نه بولي او بدلول یې غواړي.
ولسمشر غني د سولې ټینګ هوډ یې کړی او او حکومت ته یې تلپاتې سوله لومړیتوب دی.
د جرګې پرانیست غونډه کې د سولې عالي شورا منشي محمد عمر داودزي وویل، دې لویې جرګې ته د افغانستان له بېلابېلو سیمو ۳۲۰۰ کسان بلل شوي، چې شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ او بهرني خبریالان یې پر پوښښ بوخت دي.
دغې جرګې ته چې د بهرنیو هېوادونو ځینې سفیران هم وربلل شوي وو.
ولسمشر غني خپله وینا کې وویل، دا جرګه به د ټولو ګډون کوونکو په مشوره له طالبانو سره سولې ته یو چوکاټ ټاکي او د سولې تعریف او څرنګوالی به په ډاګه کوي.
ده وویل، حکومت د سولې په اړه نوښت وکړ او اوس د طالبانو کار دی چې دې نوښت ته لوری وټاکي.
افغان ولسمشر د جرګې ګډونوالو ته وویل، هېڅوک به یې خبرې او غوښتنې نه نانسوري:
"نه غواړم څوک مو سانسور کړي، د زړه خبرې مو وکړئ. زموږ سیاست دغه دی چې بې سانسوره او د زړه خبرې وشي. ستاسې شرطونه به زموږ شرطونه وي. څه باید وکړو او څه غوښتنې لرئ؟ په ډاګه يې ووایئ، د خپلو خبرو د لنډولو فکر مه کوئ".
سیاف د جرګې مشر شو
ولسمشر غني د خپلو خبرو وروستۍ برخه کې د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې جهادي مشر عبد رب رسول سیاف د جرګې د مشر په توګه ومني، چې ګډونوالو یې د مشرۍ هرکلی وکړ.
شاوخوا ۷۳ کلن سیاف هم پخپلو خبرو کې وویل، هغه څوک چې دې جرګې ته نه دي راغلي، هغوی د سولې مخالف نه دي او نه د ملت د ارادې مقابل کې درېدلی شي، بلکې ځینې نزاکتونه به وي.
ښاغلي سیاف د جرګې له پرېکون کوونکو وغوښتل چې د مشورتي لویې جرګې پای غونډه کې ګډون وکړي.
د جرګې خېمې ته څېرمه د امنیت د ټینګښت په موخه ټول غځېدلي سړکونه او فرعي لارې کوڅې تړل شوې او ټول امنیتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي چې بهرني ځواکونه یې ملاتړی رول لري.
د کابل ټولې دروازې د لویو او بار وړونکو ګاډو پر مخ تړلې دي او دا وضعیت به تر څلورو ورځو دوام کوي.
د جرګې پر مرستیالانو ټاکلو مخالفت
د سولې مشورتي لویې جرګې غړو د څلورو مرستیالانو د ټاکنې سره مخالفت کړی دی. د یو شمېر ګډونوالو په وینا د جرګې مشر عبد رب الرسول سیاف د دې جرګې لپاره د ولسي جرګې پخوانی مشر عبدالرؤوف ابراهیمي، عبدالرؤوف انعامي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د بامیانو پخوانۍ والۍ حبیبه سرابي د مرستیالانو په توګه معرفي کړل، خو د جرګې غړو مخالفت وکړ او له همدې امله ټاکل شوې سبا د جرګې په دویمه ورځ مرستیالان وټاکل شي.
پرېکون او غبرګونونه
د مشورتي لویې جرګې پرانیستغونډه کې د ملي یووالي حکومت د اجراییه مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو مشهورو سیاسي څېرو او د ولسمشرۍ ګڼو نوماندانو ګډون ونه کړ او دا یې یو ډول سیاسي هڅه او کمپایني بڼه لرونکې جرګه بللې، خو د جرګې سمبالوونکي وايي، دا مشورتي لویه جرګه ده نه تصمیم نیوونکې.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د سولې دا مشورتي لویه جرګه نمایشي بللې ده.
افغانستان کې د ناټو ولسي استازي نیکلاس کې چې خپله هم د سولې مشورته لویه جرګه کې ګډون لري په یوه ټوېټ کې یې د لویې جرګې استازو ته د بري هیله کړې او لیکلي یې دي: "نتیجې ته منتظر یم".
اروپايي ټولنې پر خپل ټویټر د یادې جرګې ملاتړ کړی دی: "پراخ بحثونه به تل د سولې په ګټه وي".
په افغانستان کې د سیک او هندو لږکیو استازې او مدني فعالې انار کلي هنریار د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې جوړېدنې هرکلی کړی او ویلې یې دي چې دا جرګه د تلپاتې سولې لپاره د عدالت په بنسټ ګامونه دي.
هغه پوښتنې چې د لویې جرګې غړي یې باید ځواب کړي
لومړۍ پوښتنه: په هېواد کې د سولې او جګړې رولو لپاره طالبان څنګه مذاکراتو ته قانع کوای شو؟ ستاسې په اند څه باید وشي چې تر اوسه نه دي شوي؟
دویمه پوښتنه: له طالبانو سره په سوله کې افغان دولت باید په کومو ارزښتونو او لاسته راوړنو ټینګار وکړي؟ ددې لاسته راوړنو ارزښت څه دی؟
دریمه پوښتنه: ستاسې په اند، له طالبانو سره د سولې لپاره د دولت د مذاکرې پلاوي جوړښت باید څه ډول وي او هغه کسان چې پکې ګډون کوي باید ځانګړنې یې څه ډول وي؟
څلورمه پوښتنه: د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه هغه هېواد چې د وسله والو طالبانو مالي او وسله والو ملاتړ کوي، ددوی پر وړاندې د افغان دولت سیاست څه ډول وي؟ په ټوله کې د افغانستان په قضیه کې له ښېکلو بهرنیانو ستاسې تمې او هیلې څه دي؟
د دې لويي جرګې سمبالونکی کمیسیون وايي له اختلافونو وروسته ټاکل شوي سه شنبه د جرګې مرستیالان او منشیان د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شي. په پلان کې ده چې د کمیټو د جوړولو کار هم سه شنبه بشپړ شي، خو په ټوله کې دغې ځنډ د جرګې د غزیدو امکان هم پیدا کړی.
تنظیمونکي وایي، پخپل وخت د اداري پلاوي د نه بشپړیدو لپاره د جرګې ځنډ ته هم لازم چمتوالی نیول شوی دی.
تمه کېږي چې د مرستیالانو له ټاکل کېدو وروسته، د لویې جرګې لپاره منشیان، پنځه کسیزه اداري پلاوی او ۵۱ کمېټې وټاکل شي، چې د هرې کمېټې غړي به یې د ۷۰ -۸۰ ترمنځ وي چې په پاتې دوو ورځو کې به د دولت له خوا ورکړل شویو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
پر چارشنبه به، د جرګې اداري پلاوی د جرګې د ګډونوالو وړاندیزونه او ځوابونه ترلاسه کړي او پر وروستۍ (پنجشنبې) ورځ به اداري هیأت خپل اندونه او مشورې د افغانستان ولسمشر ته وسپاري.