ولسمشر محمد
اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې غړو ته د اوږدې وینا په وروستۍ برخه کې
عبد رب الرسول سیاف ددې جرګې د مشر په توګه وړاندیز کړ چې د ګډونوالو یې داوړاندیز په چکچکو بدرګه او له دې سره دی د سولې
مشورتي جرګې مشر وټاکل شو.
ښاغلی سیاف داسې حال
کې د لویې جرګې د مشر په توګه ټاکل کیږي چې ځینو نورو سیاسي او جهادي څېرو او د
ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو له دې جرګې سره پرېکون اعلان کړی.
دغو مشرانو جوړه شوي
جرګه یوه کمپایني هڅه بللې، خو ویل کیږي د جرګې مشرۍ لپاره د ښاغلي سیاف ټاکنه
کوای شي ددې جرګې پر مشروعیت مثبت اغېز وکړي.
ولسمشر غني تېرو ورځو
کې پرلپسې هڅه وکړه چې ښاغلی سیاف ددې جرګې د مشري منلو ته راضي کړي. لږ ترلږه دوه
وار ولسمشر غني د دغه جهادي رهبر کور ته ورغی.
بلخوا سیاف د یوه داسې
شخصیت په توګه پېژندل کیږي چې کوای شي د دین له ادرسه په پوره صلاحیت له نورو سره
خبرې اترې وکړي، د ځینو په باور ښايي د ده ټاکنه پر طالبانو هم اغېز وکړي.
خو ده ته له دې مسولیت
سپارلو وړاندې ښاغلي سیاف د جرګې له همدې تالار څخه په بېلابیلو مناسباتي غونډو کې
پر طالبانو سختې نیوکې کړي او دوی يي د روانې جګړې د مشروعیت په تړاو ننګولي دي.
بلخوا د وسلوالو طالبانو
ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ټوېټ کې د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه نمایشي او ولس
غولوونکې بللې ده. دې ډلې وړاندې هم پر جرګې نیوکې کړي او له خلکو یې غوښتي و چې
ګډون پکې ونه کړي.
عبد رب الرسول سیاف له
شوري ځواکونو سره د افغان جګړې مخکښ جهادي مشر دی. هغه شاخوا ۷۳ کاله عمر لري. په
۱۳۷۱ کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی سیاف د
نورو جهادي ګوندونو سره افغانستان ته ستون شو او د برهان الدین رباني په مشرۍ د
دولت کلک ملاتړی و.
سیاف د ۱۳۷۱-۱۳۷۴
کورنۍ جګړه کې مهمه ونډه درلوده او دده په مشرۍ حزب د اسلامي وحدت ګوند سره جګړې
خونړۍ پایلې درلودې.
د افغانستان په کورنۍ
جګړه کې د ښکېلتیا له امله د بشري حقونو بنسټونو ډېری وخت پر ښاغلي سیاف نیوکې کړي
او هغه یې په جنګي جرمونو تورن کړی دی.
له طالبانو وروسته
نوموړي د نوي دولت په جوړېدو کې مهم رول لوبولی. په اضطراري او د اساسي قانون په
لویه جرګه کې یې ګډون کړی و.
وروسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی
وټاکل شو. ددې جرګې مشرۍ لپاره یې له یونس قانوني سره څو وار سیالي وکړه خو بریالی
نه شو.
ښاغلي سیاف په ۲۰۰۴ او
۲۰۰۹ ولسمشرۍ ټاکنو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړ.
د ۲۰۱۴ ولسمشرۍ ټاکنو
کې په خپله هم نوماند و خو بریالی نه شو. له هغې وروسته یې د ټاکنو دویم پړاو کې چې
ولسمشر غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله پکې مخکښ نوماندان و، ښاغلي سیاف له هېڅ
یوه په رسمي ډول ملاتړ ونه کړ.