مشورتي لویه جرګه؛ سیاف د جرګې مشر وټاکل شو

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې د هېواد له لر و بره شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی. د جرګې په اړه معلومات، انځورونه او وېډیوګانې شېبه په شېبه دلته لوستلی او کتلی شئ.

ژوندی پوښښ

  1. د لویې جرګې غړو د مرستیالانو د ټاکنې مخالفت کړی

    د سولې مشورتي لویې جرګې غړو د څلورو مرستیالانو د ټاکنې مخالفت کړی دی. د یو شمېر ګډونوالو په وینا د جرګې مشر عبدرب الرسول سیاف ددې جرګې لپاره د ولسي جرګې پخوانی مشر عبدالرووف ابراهیمي، عبدالرووف انعامي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلیمیار او د بامیانو پخوانۍ والي حبیبه سرابي د مرستیالانو په توګه معرفي کړل، خو د جرګې غړو مخالفت وکړ او له همدې امله ټاکل شوې سبا د جرګې په دویمه ورځ مرستیالان وټاکل شي.

    تمه کیږي چې د مرستیالانو له ټاکل کېدو وروسته، د لویې جرګې لپاره منشیان، پنځه کسیزه اداري پلاوی او کمیټې وټاکل شي.

    لویه جرګه

    د عکس سرچینه، ARG

  2. هغه پوښتنې چې د لویې جرګې غړي یې باید ځواب کړي

    لومړۍ پوښتنه: په هېواد کې د سولې او جنګ درولو لپاره طالبان څنګه مذاکراتو ته قانع کوای شوو؟ ستاسې په اند څه باید وشي چې تر اوسه نه دي شوي؟

    دویمه پوښتنه: له طالبانو سره په سوله کې افغان دولت باید په کومو ارزښتونو او لاسته راوړنو ټینګار وکړي؟ ددې لاسته راوړنو ارزښت څه دی؟

    دریمه پوښتنه: ستاسې په اند له طالبانو سره د سولې لپاره د دولت د مذاکرې پلاوي جوښت باید څه ډول وي او هغه کسان چې پکې ګډون کوي باید ځانګړنې یې باید څه ډول وي؟

    څلورمه پوښتنه: د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه هغه هېواد چې د وسله والو طالبانو مالي او وسله والو ملاتړ کوي، ددوی پروړاندې د افغان دولت سیاست څه ډول وي؟ په ټوله کې د افغانستان په قضیه کې له ښېکلو بهرنیانو ستاسې تمې او هیلې څه دي؟

    لویه جرګه

    د عکس سرچینه، ARG/AFG

  3. د افغانستان سیکانو د مشورتي لویه جرګې هرکلی کړی

    په افغانستان کې د سیک او هندو لږکیو استازې او مدني فعالې انار کلي هنریار د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې جوړېدنې هرکلی کړی او ویلې یې دي چې دا جرګه د تلپاتې سولې لپاره د عدالت په بنسټ ګامونه دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. هغه سیاسي مشران چې لویې جرګې سره یې پریکون کړی

    د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو ګډون نه دی کړی. اجرایه مشر او د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله یو له دوی دی.

    د ولسمشرۍ نورو کاندیدانو حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو هم جرګه کې له ګډونه ډډه کړې.

    د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په دې جرګه کې نشته.

    یو شمېر مخکښ سیاسي مشران لکه پخوانی ولسمشرحامد کرزی، د جنبش ګوند مشرعبدالرشید دوستم، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، جهادي شخصیت یونس قانوني او اسماعیل خان، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر عطا محمد نور او یو شمېر نورو کسانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی.

    لویه جرګه

    د عکس سرچینه، Getty/Social Media

  5. د سولې مشورتي لویې جرګې ته د ارويايي ټولنې غبرګون

    اروپايي ټولنې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي: "پراخ بحثونه به تل د سولې په ګټه وي".

    دې ټولنې په خپل رسمي ټویټر د لویې جرګې له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. سیاف څوک دی او مشري یې د سولې په مشورتي جرګه څه اغېز کوي؟

    ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې غړو ته د اوږدې وینا په وروستۍ برخه کې عبد رب الرسول سیاف ددې جرګې د مشر په توګه وړاندیز کړ چې د ګډونوالو یې داوړاندیز په چکچکو بدرګه او له دې سره دی د سولې مشورتي جرګې مشر وټاکل شو.

    ښاغلی سیاف داسې حال کې د لویې جرګې د مشر په توګه ټاکل کیږي چې ځینو نورو سیاسي او جهادي څېرو او د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو له دې جرګې سره پرېکون اعلان کړی.

    دغو مشرانو جوړه شوي جرګه یوه کمپایني هڅه بللې، خو ویل کیږي د جرګې مشرۍ لپاره د ښاغلي سیاف ټاکنه کوای شي ددې جرګې پر مشروعیت مثبت اغېز وکړي.

    ولسمشر غني تېرو ورځو کې پرلپسې هڅه وکړه چې ښاغلی سیاف ددې جرګې د مشري منلو ته راضي کړي. لږ ترلږه دوه وار ولسمشر غني د دغه جهادي رهبر کور ته ورغی.

    بلخوا سیاف د یوه داسې شخصیت په توګه پېژندل کیږي چې کوای شي د دین له ادرسه په پوره صلاحیت له نورو سره خبرې اترې وکړي، د ځینو په باور ښايي د ده ټاکنه پر طالبانو هم اغېز وکړي.

    خو ده ته له دې مسولیت سپارلو وړاندې ښاغلي سیاف د جرګې له همدې تالار څخه په بېلابیلو مناسباتي غونډو کې پر طالبانو سختې نیوکې کړي او دوی يي د روانې جګړې د مشروعیت په تړاو ننګولي دي.

    بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ټوېټ کې د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه نمایشي او ولس غولوونکې بللې ده. دې ډلې وړاندې هم پر جرګې نیوکې کړي او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون پکې ونه کړي.

    عبد رب الرسول سیاف له شوري ځواکونو سره د افغان جګړې مخکښ جهادي مشر دی. هغه شاخوا ۷۳ کاله عمر لري. په ۱۳۷۱ کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی سیاف د نورو جهادي ګوندونو سره افغانستان ته ستون شو او د برهان الدین رباني په مشرۍ د دولت کلک ملاتړی و.

    سیاف د ۱۳۷۱-۱۳۷۴ کورنۍ جګړه کې مهمه ونډه درلوده او دده په مشرۍ حزب د اسلامي وحدت ګوند سره جګړې خونړۍ پایلې درلودې.

    د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د ښکېلتیا له امله د بشري حقونو بنسټونو ډېری وخت پر ښاغلي سیاف نیوکې کړي او هغه یې په جنګي جرمونو تورن کړی دی.

    له طالبانو وروسته نوموړي د نوي دولت په جوړېدو کې مهم رول لوبولی. په اضطراري او د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې ګډون کړی و.

    وروسته په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی وټاکل شو. ددې جرګې مشرۍ لپاره یې له یونس قانوني سره څو وار سیالي وکړه خو بریالی نه شو.

    ښاغلي سیاف په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ ولسمشرۍ ټاکنو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړ.

    د ۲۰۱۴ ولسمشرۍ ټاکنو کې په خپله هم نوماند و خو بریالی نه شو. له هغې وروسته یې د ټاکنو دویم پړاو کې چې ولسمشر غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله پکې مخکښ نوماندان و، ښاغلي سیاف له هېڅ یوه په رسمي ډول ملاتړ ونه کړ.

    لویه جرګه
    د عکس تشریح، عبدرب الرسول سیاف تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوم لیکنې پرمهال
  7. د ناټو هرکلی

    افغانستان کې د ناټو ولسي استازی نیکلاس کي چې خپله هم د سولې مشورته لویه جرګه کې ګډون لري په یوه ټوېټ کې یې د لویې جرګې استازو ته د بري هیله کړې: "نتیجې ته منتظر یم".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  8. طالبان: لویه جرگه نمایشي ده

    د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ټوېټ کې د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه نمایشي بللې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. له خلکو سره له اندېښنې ولې اندېښمن یاست؟

    د یو شمیر ولسمشرۍ نوماندانو او سیاسي او جهادي شخصیتونو له خوا د مشورتي لویې جرګې سره شلون نیوکې هم پورته کړې دي.

    خواله رسنیو کې ځینې کسانو لیکلي چې دا کسان ولې له خلکو سره له مشورې اندېښمن دي؟

    د سعادت غزنوي په نوم یو کس له دوی پوښتي، ولې له ګوندونو او مهمو سیاستوالو سره پر سوله مشوره مهمه ده، خو له خلکو سره په دې برخه کې د مشورې له امله اندېښمن یاست.

  10. سیاف: هیڅوک د ملت ارادې مقابل کې درېدلی نه شي

    استاد سیاف خپلو خبرو کې وویل، چې څوک دې جرګې ته نه دي راغلی، هغوی د سولې مخالف نه دي او نه د ملت د ارادې مقابل کې درېدلی شي.

    د هغه په خبره، ښایي ځینې نزاکتونه وي خو ټولې اندېښنې به رفع شي.

    نوموړي له دغو کسانو وغوښتل چې د جرګې پاییزه غونډه کې ګډون وکړي.

    د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ ځینې نوماندانو هم دا جرګه بایکاټ کړې ده.

    سیاف

    د عکس سرچینه، ارگ

  11. سیاف د جرګې مشر شو

    ولسمشر غني د خبرو وروستۍ برخه کې د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د مشر په توګه ومني.

    خلکو په چکچکو سره د نوموړي د مشرتوب هرکلی وکړ.

    سیاف

    د عکس سرچینه، سیاف

  12. غني: د جرګې د ګډنوالو خبرې به سانسور نه شي

    غني د خبرو وروستۍ برخه کې د جرګې ګډونوالو ته وویل، چې هيڅوک به یې سانسور نه کړي:

    "نه غواړم څوک مو سانسور کړي، د زړه خبرې مو وکړئ. زموږ سیاست دغه دی چې بې سانسوره او د زړه خبرې وشي. ستاسې شرطونه به زموږ شرطونه وي. څه باید وکړو او څه غوښتنې لرئ؟ په ډاګه يې ووایئ، د خپلو خبرو د لنډولو فکر مه کوئ".

    غني

    د عکس سرچینه، ارګ

  13. د لویې جرګې لپاره امنیتي تدابیر

    د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته د لویې جرګې د امنیت ټینګښت په اړه وویل چې په کابل کې ټول امنیتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او بهرني ځواکونه ملاتړی رول لري.

    د کابل ټولې دروازې د لویو او بار وړونکو ګاډو پرمخ تړلې دي او دا وضعیت به تر څلورو ورځو دوام وکړي.

    Rahimi

    د عکس سرچینه، Nasrat Rahimi

  14. غني: سوله نه د طالب ده نه د حکومت بلکې سوله د افغان ولس ده

    ولسمشر غني جرګې ته وینا کې زیاتوي چې سوله نه طالب ده نه د حکومت بلکې سوله د افغان ولس ده.

    د هغه په خبره، سوله ګټونکی نه لري افغان ولس به د سولې ګټونکی او اتل وي

    "د جګړې دوام له منفي پایلو پرته بل څه نه لري ځکه یې باید مخنیوی وشي".

  15. غني: د سولي لپاره مو ټولې بهانې او شرطونه مو له منځه یووړل

    د تېر په خلاف مو هغه بې شماره مسلې چې د طالبانو سره پخوا حکومت مخت شرط په توګه وړاندې کولې موږ له منځه یووړې.

    ان دامو ترې وغوشتل چې هرځای سولې خبرې کوي ور سره خبرو ته چمتو یو.

    د نوموړي په خبره، حکومت د سولې په هکله نوښت وکړ او اوس د طالبانو کار دی چې دې نوښت ته لوری ور کړي.

    غني

    د عکس سرچینه، ارګ

  16. موږ هغه طرحې لرو چې افغانستان او پاکستان پکې ګډه ګټه لري

    اشرف غني خپله وینا کې دا هم وویل، چې افغانستان اوس له مختلفو هېوادونو سره ښه اړیکي لري.

    د نوموړي په خبره، په همغږي کې همکاري ډېرېږي او موږ غواړو چې د اسیا زړه اوس او د اسیا څلور لارې اوسو:

    "راځئ د همکارۍ فضا ته تر رقابتي فضا ترجیح ور کړو".

  17. غني د جرګې ګډونوال د سولې سفیران وبلل

    ولسمشر غني دا هم وايي، چې له خلکو سره تر مشورې پرته هر ډول تصمیم یوازې يو خوب دی. تاسې ټول د سولې سفيران يئ.

    د هغه په خبره، دا جرګه به ستاسې(د جرګې غړي) د ټولو په مشوره له طالبانو سره سولې ته چوکاټ ټاکي او د سولې تعریف او څرنګوالی به په ډاګه کوي.

    غني

    د عکس سرچینه، ارګ

  18. غني: د مېرمنو او ځوانانو پراخ ګډون دا جرګه لا مهمه کړې

    ولسمشر غني خپله وینا کې د ښځو ۳۰ سلنې ګډون ته په اشارې دا هم وویل، چې غني: د مېرمنو او ځوانانو پراخ ګډون دا جرګه لا مهمه کړې او تر نورو جرګو یې متفاوته کړې ده.

    غني

    د عکس سرچینه، سولې مشورتي جرګه

  19. غني: افغانستان د ټولو افغان پرګنو دی

    اشرف غني دا هم وویل، چې افغانستان په ټولو افغان پرګنو پورې تړلې او یو افغان له بل افغان توپیر نه لري.

    د نوموړي په خبره افغانان ګډه خاوره، ګډ دین، ګډ فرهنګ ګډه ژبه او نور په سلګونو مشترک شیان لري.

    غني

    د عکس سرچینه، د سولې مشورتي جرګه

  20. غني: ژړا او ننواتو ته نه یم ټاکل شوی

    اشرف غني جرګې ته وینا کې وویل، زه تاسو د دې لپاره نه یم ټاکلی چې وژاړم او خلکو ته ننواتې ور شم.

    غني دا هم وویل، چې ده او حکومت ته یې تلپاتې سوله لومړیتوب دی.

    غني

    د عکس سرچینه، ارګ