تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ: د سولې مشورتي جرګه راته لومړیتوب لري
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي کنفرانس له لغوه کېدو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري. ارګ وايي، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني. دا جرګه تر راتلونکو لسو ورځو پورې کابل کې جوړېږي.
د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، د حکومت ټول پام پر دې جرګې را ټول دی او ښه پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی:
"د افغانستان له بیلا بیلو پوړونو څخه به په دې جرګه کې برخه اخلي، جرګه د سولې په برخه کې د افغانستان د ټولو پوړونو د غوښتنو او غږ پورته کولو اصلي ځای دی. حکومت اوس په دې جرګه تمرکز کوي او چمتوالی نیول شوی. مونږ هیله مند یوو چې هم طالبان او هم دنیا د افغانانو ریښتوني غوښتنې چې په دې جرګه کې به په ډاګه شي واوري"
خو د افغانستان یو شمېر لویو سیاسي ګوندونو او ولسمشرۍ ټاکنو ځینو نوماندانو وار د مخه اعلان کړی چې په دې جرګه کې به ګډون نه کوي. دوی دا جرګه د حکومت یوه نمایشي کړنه بولي او ادعا کوي چې اوسنی حکومت په دې چارو سره غواړي چې د سولې پروسه زیانمنه کړي.
افغان حکومت دې جرګه کې وسله والو طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه د هغوی د امنیتي ضمانت ته یې هم غاړه ایښې وه، خو یادې ډلې هم په دې جرګه کې له ګډونه انکار کړی.
ارګ د سولې مشورتي لویې جرګې ته وروسته له هغه پام ور اړولې چې په دوحه کې د افغان حکومت استازو، عامو افغانانو او د طالبانو ترمنځ خپلمنځي کنفرانس د ګډونوالو د لېست پر سر د اختلاف له کبله لغوه شو.
لا تر اوسه معلومه نه ده چې د دوحې کنفرانس برخلیک به څنګه شي خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ډاډه دی چې ډېر ژر به افغانان په یوه بین الافغاني ناسته کې سره را ټول شي او د سولې لپاره به یو لوی ګام وچت کړي.
زلمي خلیلزاد هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوحې ناستې ځنډېدو ناهیلی کړی خو ویلي يې دي چې له ټولو خواو سره په اړیکه کې دی چې افغان سولې بهیر ته ژمن پاتې شي.
خلیلزاد لیکلي خبرې د سیاسي هوکړې او سولې لپاره کېلي ده او له دې پرته بله هیڅ لاره نه شته. ده له ټولو غاړو غوښتي چې په داسې یوه نوملړ هوکړه وکړي چې د ټولو افغانانو استازي په کې وي او د سولې هڅې اصلي بهیر ته راوګرځوي.