تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حنیف اتمر د سولې مشورتي جرګه کې 'ګډون نه' کوي
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم په څېر د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي.
د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټیم د وري پر ۲۶مه، یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې په اړه 'ژوره اندېښنه' لري او دا د حکومت له خوا یوه 'سفارشي' لویه جرګه بولي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم ویلي چې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي. د دوی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د ګوندونو د استازو په توګه او یا هم په حکومتي کچه سلا مشوره نه ده شوې.
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یادې ټاکنېزې ډلې د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او ګېلې له ولسمشر سره نه دي شرېکې کړې.
نوموړي لیکلي، ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله سره په خپله لیدنه کې د هغوی اندېښنې او ګېلې واوري، او په دې برخه کې به مناسبې پرېکړې وشي.
له دې سره د اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او جرګه کې برخه نه اخلي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې کابل کې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې ته څه باندې دوه اونۍ وخت پاتې دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز تیم ویلي، د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د ستونزو هواري ته ګټوره نه بولي او ګډون نه په کې کوي.
په دغه ټاکنیز ټیم کې د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او د کریم خلیلي په مشرۍ وحدت ګوند استازي شامل دي.
سره له دې چې اعلامیه د ټاکنیز ټیم له ادرسه راغلې، خو د جمعیت، جنبش او وحدت ګوند استازو بي بي سي ته وویل چې دغه ګوندونه هم د دغې پریکړې ملاتړ کوي او جرګه کې برخه نه اخلي.
د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم په خبرپاڼه کې د دوی د نه ګډون دلیل دا ښودل شوی چې د جرګې د چمتوالي له پيل راهیسې تر اوسه هېچا له دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.
د سولې مشورتي لویه جرګه د غویي میاشتې په نهمه نیټه پيلیږي چې شاوخوا ۳ زره کسان به برخه په کې اخلي. د جرګې د جوړولو کمیسیون وایي، جرګه کې د ګډونوالو نومونه مشخص او ارزونه یې پيل شوې ده.
دې جرګې باندې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي. جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د بحث او سلام مشورې لپاره رابلل شوې د.
ډېری دا ګوندونه چې اوس یې په دې جرګه کې د نه ګډون اعلانونه کړي، د حکومت په چوکاټ کې ونډه لري. خپله ښاغلی خلیلي چې د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر دی، د سولې شورا مشري هم پر غاړه لري.
دا لا روښانه نه ده چې ښاغلی خلیلي به د سولې د عالي شورا د مشر په توګه په دې جرګه کې ګډون کوي او که د خپل ګوند له اعلان سره سم به ډډه کوي.
په همدې حال کې د لویې جرګې د جوړلو کمیسیون ویاند سید علي کاظمي هیله ښيي چې مشران نرمښت وښيي او د ده په ټکو خپل سلیقوي مخالفتونه حل کړي.
ده وویل، د جرګې جوړیدو ته لا وخت شته او هیله من دی چې د یوې اجماع په رامنځ ته کولو مخالف لوري بیرته قانع کړي.
تر دې وړاندې افغان طالبان هم ویلي وو چې کابل کې د افغان حکومت په نوښت مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي او دغه جرګه نمایشي بولي.
د طالبانو دا دریځ له هغه وروسته اعلان شو چې د دې جرګې منتظمینو بي بي سي ته وویل، حکومت طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون لپاره د امنيتي ضمانتونو پر سپارلو کار کوي.