تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې مشورتي جرګه؛ طالبانو ته د ګډون بدل کې امنیتي ضمانت
افغانستان کې د سولې د مشورتي جرګې منتظمین وايي، حکومت طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون لپاره د امنيتي ضمانتونو پر سپارلو کار کوي. د د جرګې چمتووالي کمېسیون ویاند عبدالرشید ایوبي وايي، تر اوسه یې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړې، خو وايي د دغې بلنې پر ډول غور کوي.
د کمېسیون چارواکي وايي، د جرګې د ګډونوالو نوملړ به تر راتلونکو دوو یا دريو ورځو پورې بشپړ شي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، چې آیا په دغه جرګه کې به ګډون وکړي که نه.
د سولې مشورتي لویه جرګه چې د را روانې غوايي یا ثور مياشتې پر نهمه نېټه چې د اپریل ۲۹ مې سره برابره ده، په کابل کې پيلېږي، د ګډونوالو د ټاکلو لپاره يې د ولایتونو په مرکزونو کې د ټاکنو بهیر روان دی.
د هغه طرزالعمل له مخې چې د دغو استازو د ټاکل کېدو لپاره چمتو شوی ۳۰ سلنه ګډونوالې باید ښځې وي او هېڅ غړی یې هم له ۲۳ کلونو ټیټ عمره نه وي.
بل لور ته داسې رپوټونه هم شته چې په ځینې ولایتونو کې دغې جرګې ته د استازو د ټاکلو بهیر ګډوډ شوی دی.
د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، دغه غړي ټولټاکنو ته ورته بهیر کې غوره کېږي چې په هر ولایت کې دا چاره ولایتي شوراګانې ترسره کوي.
خو د تخار په مرکز تالقان کې هغه مهال د ټاکنو دا بهیر په تاوتريخوالي واوښت چې ادعا وشوه صندوقونه د څو مشخصو کسانو په ګټه ډک شوي دي.
قهریدلو معترضینو چې د یوه ښوونځي د دروازې مخې ته د خپلې رایې کارولو لپاره منتظر وو، د اعتراض په نامه يې د رايې صندوقونه مات کړل او د رايې ورکولو پاڼې يې وشکولې.
په هرات کې هم د دغو استازو د ټاکلو بهیر له ګډوډۍ سره مخ شوی دی. بلخوا په غزني کې هم له قرباغ ولسوالۍ او مرکز غزني ښار څخه د دغو استازو د ټاکنو بهیر د قومي ونډې پر سر د اختلافونو له امله له ستونزې سره مخ شوی دی.
خو د دغې جرګې د جوړوونکي کمېسیون غړي وايي له دغو ستونزو خبر دي او پر حل يې کار کوي. د دغه کمېسیون ویاند عبدالرشيد ایوبي بي بي سي ته وویل تمه لري چې د دغې جرګې د ګډونوالو لړۍ به په راتلونکو دوو - درې ورځو کې بشپړ شي.
ښاغلی ایوبي وايي جرګه به په ټاکلي وخت د ۲۵۰۰ استازو په ګډون د غوايي میاشتې پر نهمه جوړه شي او تر يوې اونۍ به روانه وي. دغه جرګه به افغان حکومت ته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته مشوره ورکړي او دغه راز به د امکاني روغې جوړې لپاره پولې وټاکي.