کرزی: د سولې مشورتي لویه جرګه دې وځنډول شي

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د هغې مشورتي لویې جرګې ځنډولو غوښتنه کړې چې افغان حکومت غواړي روانه اونۍ یې پلازمېنه کابل کې راوبولي. ښاغلی کرزی وايي، اندېښنه یې دا ده چې دغه جرګه د سولې خبرو د روان بهیر د ځنډ او خنډ لامل نه شي.

په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي کرزي پر فېسبوکپاڼه خپره شوې ویل شوي، چې د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه بولي. ښاغلی کرزی وايي:

''ما د یوه افغان په حیث تل ملي اجماع ته د رسېدو لپاره د دودیزو او مشورتي جرګو پر اهیمت ټينګار کړی، خو د یو شمېر دلایلو له کبله هغه مشورتي لویه جرګه چې حکومت یې روانه اوونۍ غواړي، په اوسنیو شرایطو کې د خلګو په ګټه نه بولم. ''

له دې مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم ویلي چې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي. د دوی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د ګوندونو د استازو په توګه او یا هم په حکومتي کچه سلا مشوره نه ده شوې.

بل لور ته د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم په څېر د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې کې له ګډون کولو انکار کړی.

د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټیم د وري پر ۲۶مه، یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې په اړه 'ژوره اندېښنه' لري او دا د حکومت له خوا یوه 'سفارشي' لویه جرګه بولي.

افغان حکومت دې جرګه کې وسله والو طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه د هغوی د امنیتي ضمانت ته یې هم غاړه ایښې وه، خو یادې ډلې هم په دې جرګه کې له ګډونه انکار کړی.

د تېرې وري میاشتې پر ۲۱ د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه کې وویل، دوی په دغه جرګه کې ګډون نه کوي:

"له خپلو وطنوالو هم غواړو چې دې حساسه تاریخي مرحله کې د دوښمن د دسیسو ښکار نه شي او دې نمایشي جرګه کې ګډون ونه کړي".

اوس د ښاغلي کرزي په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، له دغې مشورتي جرګې سره د طالبانو اختلاف له کبله به د سولې خبرو لړ کې د باور فضا رامنځته کولو کې هم دغه مشورتي جرګه مرسته و نه کړي.

د ښاغلي کرزي په خبره خپله ده د ۱۳۹۶ کال کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د دودیزې لویې جرګې رابللو وړاندیز کړی و، چې په وینا یې هغه مهال د سولې اوسنۍ پروسه نه وه پیل شوې، خو اوس چې په قطر، مسکو او واشنګټن کې د افغان سولې په تړاو خبرې شوې، د دغه بهیر پرمختګ ښيي او اوس باید پکې د افغان حکومت ګډون تقویه شي او له منفې اغېزو یې د ژغورل کېدو لپاره باید دغه مشورتي لویه جرګه وځنډول شي.

له دې مخکې په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي کنفرانس له لغوه کېدو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري.

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته هغه مهال وویل، د حکومت ټول پام پر دې جرګې را ټول دی او ښه پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی.