افغان ولسمشر له سیاسي مشرانو سره پر سوله غږیدلی

د عکس سرچینه، ARG/AFG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له یو شمېر مخکښو سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو سلا مشورې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، د ننۍ (وری ۱۰/مارچ ۳۰) غونډې موخه دا وه چې د سولې بهیر کې روانې بېلابېلې هڅې همغږې او یوځای شي.
په یاده غونډه کې پخواني ولسمشر حامدي کرزي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، اجرایه مشر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي او جهادي رهبر عبد رب الرسول سیاف ګډون کړی وو.
د افغان سیاسي مشرانو دا لیدنه داسې مهال کیږي چې ویل کیږي د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد به نن کابل ته سفر وکړي.
نوموړی چې د افغان سولې په تړاو په شپږم ځل سفر روان شوی تر دې وړاندې لندن او بلجیم ته تللی.
بلجیم کې هغه د ناټو او اروپايي تولنې له مشرانو سره د افغان سولې په تړاو سلا مشورې کړې دي.

د عکس سرچینه، ARG/AFG
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره دوشنبه (وری ۵/مارچ۲۵) د افغان سولې لپاره د خپلو سفرونو په لړ کې دا ځل اوو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به د اپرېل تر لسمې بریتانیا، بلجیم، افغانستان، پاکستان، ازبکستان اردن او قطر ته سفر وکړي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي و چې نوموړی به د بین الافغاني سولې راوستو لپاره هڅه وکړي چې ټول افغانان اړخونه په دې بهیر کې ښکېل کړي.
دې ادارې ویلي و چې د امریکا ځانګړی استازی به کابل ته په خپل سفر کې له افغان حکومت سره د سولې د یو هر اړخیز مرکچي ټیم د جوړولو او د بین الافغاني خبرو په راتلونکو اقداماتو بحث وکړي.








