خلیلزاد: د عمران خان څرګندونې رغنده نه وې

د عکس سرچینه، Embassy of the United States, Kabul
د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرې ته په اشارې سره وايي، د ښاغلي خان څرګندونې رغنده نه وې. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
داسې حال کې چې د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان رول رغنده و، خو د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې رغنده نه وې. د افغانستان راتلونکی یوازې د افغانانو لپاره دی او یوازې افغانان به یې په اړه پرېکړه کوي. د نړیوالې ټولنې رول افغانان د دې ته هڅول دي، چې یو ځای شي او د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړولو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو وروسته په کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال احضار کړی دی.
دې سره هممهاله افغان چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر 'د نور بحث ' لپاره کابل ته غوښتی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګندونې چې د افغان سولې او موقت حکومت په تړاو کې یې کړې دي، 'د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګندې لاسوهنې پالیسي بېلګه څرګندوي او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی نه کول دي. '
د پاکستانۍ ورځپاڼې 'ایکسپریس ټرېبیون د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر ویلي، 'یو انتقالي جوړښت کولای شي د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د 'خنډونو' ممکنه حل وي. '

د عکس سرچینه، MOFA WEBSITE
ښاغلي خان افغان حکومت تورن کړی چې د سولې خبرو کې د ده په خبره خنډ جوړوي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ 'دوشبنه، کب ۵/مارچ ۲۵ ' په خپل دفتر کې خبریالانو ته کړي دي. هغه ویلي: 'افغان حکومت د سولې بهیر کې خنډ و او له دغه حکومت سره یې د طالبانو په خبرو ټینګار کاوه.'
عمران خان همداراز تاید کړې چې د افغان حکومت له اعتراض وروسته یې د طالبانو له مشرانو سره ټاکل شوې لیدنه لغوه کړې ده کړې وه.
نوموړي ویلي:
"د افغان سولې بهیر به هغه وخت بریالی چې په دغه هېواد کې یو بې پلوی لنډ مهالی حکومت وي چې ازادې او رڼې ټاکنې ترسره کړي چې ټولې ښکېلې خواوې پکې برخه ولري."

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/GETTY IMAGES
نژدې دوې اونۍ مخکې 'مارچ ۱۶ ' افغان چارواکو د لومړي وزیر عمران خان د نورو څرګندونو په تړاو کابل کې د پاکستان سفارت مستشار احضار کړی و.
هغه مهال ښاغلي خان د باجوړ په ښار کې د یوې وینا پر مهال وویل:
'د افغانانو تر منځ به خپلمنځي سوله وشي او یو داسې حکومت به رامنځته شي، چې ټول افغانان به پکې شامل وي. '
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه مهال وویل، کابل کې یې د پاکستان سفارت له مستشاره د پاکستاني لومړي وزیر د څرګندونو په تړاو د سپیناوي غوښتنه کړې.








