د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي وټاکل شول

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو کرۍ ورځ په دې تېره کړه چې د ټاکنیزو کمیسیونو ۱۴ غړي وټاکي.

د عکس سرچینه، MURTAZAVI FACEBOOK

د عکس تشریح، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو کرۍ ورځ په دې تېره کړه چې د ټاکنیزو کمیسیونو ۱۴ غړي وټاکي.
    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي وټاکل شول چې پایلې یې نن 'مارچ لومړۍ ' ماښام ناوخته اعلان شوې. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو کرۍ ورځ په دې تېره کړه چې د ټاکنیزو کمېسیونو ۱۴ غړي وټاکي.

په غوره شویو ۱۴ کسانو کې به یې ۷ تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ۵ تنه نور د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو په توګه ټاکل کېږي.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې افغان ولسمشر د دغو کمېسیونونو غړي د ناسم مدیریت له کبله له دندو لرې کړي وو.

کاندیدانو په ولسمشرۍ ماڼې کې ټاکنیزو کمېسیونونو ته له نوماندو ۸۴ څخه ۱۴یادو کمېسیونونو ته وټاکل.

د کمېسونونو غړي هغو شپږ کسیزو کمېټیو غوره کړل چې د حکومت، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو استازي پکې وو.

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو لخوا وړاندیز شویو ۸۴ کسانو لومړی خپل پروګرامونه تشریح کړل چې ورپسې د ټاکنو بهیر ترسره شو.

دغو دواړو کمېسیونونو ته د دارلانشا مشران هم د همدې کسانو له منځه ټاکل کېږي. د بریالیو کسانو نومونه د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال قاسم حلیمي اعلان کړل:

''سید عصت الله مل، مولانا محمد الله، محمد قاسم، اورنګزیب، مسافر قوقندي، حوا عالم نورستاني، حبیب الرحمان ننګ، محمد یونس تغرا، چمن شاه، محمد ذاکر ذکي، محمد حنیف دانشیار، ګیتي، زهره بیان او سید قطب الدین ''

د فبرورۍ نیمايي کې ولسمشرمحمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو پخواني مشران او ټول کمشنران له دندو لېرې کړل.

د عکس سرچینه، IECC IEC AFGHANISTAN

د عکس تشریح، د فبرورۍ نیمايي کې ولسمشرمحمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو پخواني مشران او ټول کمشنران له دندو لېرې کړل.

دا لومړی ځل دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي. له دې مخکې د دې کمېسیونونو غړي د غوراوي یوې کمېټې لخوا ټاکل کېدل او ولسمشر به تایید ول.

د ټاکنو د نوي قانون له مخې چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې توشیح شو د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمشنران له دندو لرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

پر دوی تور دی چې د تلې د میاشتې پارلماني ټاکنې يي سمې نه دي مدیریت کړې، خو دوی دا تورونه رد کړي دي.