د ټاکنیزو کمېسیونو پخواني مشران: د ولسمشر پرېکړه ناقانونه ده

د عکس سرچینه، IECC IEC AFGHANISTAN
د افغانستان ټاکنو دواړو کمېسیونونو پخواني مشران وايي، د ولسمشر له خوا د دوی د لېرې کولو وروستی فرمان د اساسي قانون خلاف دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنېزو شکایتو کمېسیون پخوانیو مشرانو عبدالبدیع صیاد او عبدالعزیز اریایي، له کمېسیونونو بهر یوې خبرې غونډې ته وینا کې د ولسمشر فرمان ردولو اعلان وکړ.
دوی وايي، حاضر دي، په یوې بې پرې محکمې کې پر ځان لګول شویو تورنو ته ځواب ووايي.
ښاغلي صیاد وویل، وروسته له هغه چې له دندې لېرې شو، حکومت ټول امنیتي امکانات ترې واخیستل او په وینا یې خپل امنیتي ته اندېښمن دی.
د دواړو کمېسیونونو مشرانو وویل، د رڼو ټاکنو تر سره کولو لپاره یې پوره هڅه کړې، خو دوی ومنله چې د ولسي جرګې د تلې میاشتې په ټاکنو کې یو شمېر ستونزې وې، چې دوی یې لاملونه په ټاکنو کې د ځینو بنسټونو او کسانو لاسوهنه وبلله.
ښاغلي صیاد وویل، له دې وروسته چې د ولسې جرګې ټاکنو پایلې په هر برخلیک اخته کېږي، د ده په وینا مسؤلیت ته یې یوازې د حکومت پرغاړه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنېزو شکایتونو کمېسیون پخواني مشر عبدالعزیز اریايي په تونده لهجه خبرې وکړې، نوموړي د ولسمشر غني فرمانونه د اساسي قانون خلاف وبلل. هغه وویل، د قانون له مخې به کار ته دوام ورکړي.
دوې ورځې مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو قانون تعدیل شوې بڼه توشیح او د یوه فرمان له مخې یې د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو مشران او ټول کمشنران له دندو لېرې کړل.
ولسمشر غني د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء مشران، د کمېسیونونو د سرپرستانو په توګه وټاکل. له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍد ټاکنو کمېسیونونو مشران ممنوع الخروج اعلان کړل.








