د ټاکنو کمېسونونو مشران او ۱۲ غړي ممنوع الخروج اعلان شول

ټاکنو کمیسون

د عکس سرچینه، IEC

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د دغه هېواد ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو مشرانو په ګډون د دغو کمیسیونونو ۱۲ غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د هغو رپوټو پر بنسټ چې د دغو کسانو لخوا له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تړاو کشفي ارګانونو ورکړي، د افغانستان لویې څارنوالۍ د پلټنو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی او دغه پلاوي یاد کسان ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

له دې مخکې د افغانستان ټاکنو قانون کې له بدلون وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې وویل، د ټاکنو کمېسونونو مشران او کمشنران له دندو لرې شوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د ټاکنو قانون کې د نوي بدلون له مخې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ له ۱۲ د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسونونو مشران او غړي له دندو لرې شوي بلل کېږي.

خو زیاته شوې چې د چارو د ځنډ او خنډ د مخنیوي لپاره د دواړو کمېسونونو د دارالانشا مشران د دغو ادارو سرپرستان دي.

د ولسمشر فرمان کې دا هم ویل شوي چې د ټاکنو نوي قانون د ۱۳ مادې له مخې، د افغانستان عدلیې وزارت سره ثبت سیاسي ګوندونه او د ټاکنو اړوند مدني ټولنې د دې قانون د ۱۲ مادې شرایطو سره د برابرو کسانو اسناد د روانې لمریزې میاشتې له ۲۷ تر اوو ورځو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلای شي، چې له مخې یې د ټاکنو کمېسونونو غړي او مشران وټاکل شي.

له بلې خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته استولي غږیز پیغام کې ویلي چې دا کسان ولسمشر له دندو نه دي لرې کړي، بلکې د نوي قانون له مخې لرې شوي دي:

قانون

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي، تر څلورو ورځو پورې باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمشنرانو ټاکنې چارې پیل شي.

''پخوا چې قانون بدل شو د ټاکنو کمېسونونو غړي له دندو لرې شول او اوس هم چې نوی قانون راغی، نو دا کسان لرې شول. ''

د ټاکنو کمېسیون دغه چارواکي داسې مهال کې له دندو لرې شوي، چې تر اوسه د افغانستان پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم نه دي اعلان شوې.

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي، تر څلورو ورځو پورې باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمشنرانو ټاکنې چارې پیل شي.

په فرمان کې دغه راز ویل شوي، چې د ټاکنو نوي قانون له توشیح کېدو سره اوسني کمشنران له دندو لرې شوي دي. ولسمشر غني په دې اړه وویل:

''دا چې د قانون کې تعدیل ته اړتیا وه، ډاکټر صیب عبدالله ښاغلي سرور دانش او ما له کاندیدانو، د ټاکنو له څارونکو مرکزونو او له سیاسي ګوندونو سره اوږد بحث لاره. د ټول ملت اجماع دا ده چې قانون کې بدلون اړین دی. خو خبره د بدلونونو پر څرنګوالي وه، چې ښاغلي دانش په زغم او هراړخیز تدبیر سره وکولای شول دغه اجماع رامنځته کړي. ''

نوی قانون

د ټاکنو د نوي تعدیل شوي قانون له مخې چې نن د ولسمشر لخوا توشیح شو، سیاسي ګوندونونه د ټاکنیزو کمېسونونو غړیتوب لپاره یو- یو کس ورپېژني او ۱۵ کسان د مدني ټولنې لخوا معرفي کېږي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، چارواکو مخکې ویلي و، په دې اړه بحثونو کې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان او د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي ګډون لري.

په دغه قانون کې ویل شوي، که ولسمشر بیا کاندید وي، د ولسمشرۍ هر یو کاندید به د کمېسون غړیتوب ته د وړاندیز شویو کسانو له ډلې ۱۴ کسانو ته رایې ورکوي.

هغه کسان چې ډېرې رایې واخلي اووه کسان به یې د ټاکنو او پینځه به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو او دوه کسان به د دې ادارو د دارالانشا د مشرانو په توګه ټاکل کېږي.

له دې مخکې د ټاکنیزو کمېسونونو کمشنران د غوراوي کمېټې په وړاندیز چې د یو شمېر دولتي او خپلواکو ادارو له استازو جوړه د ولسمشر لخوا ټاکل کېدل. ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ټاکنو قانون کې تعديل د افغانستان د سیاسي قشر د اجماع پایله ده.

د ټاکنو تعدیل شوي قانون په ۲۶ مادو کې بدلون راغلی دی. د ټاکنیز بهیر شفافیت لپاره په نوي قانون کې دوو بهرنیانو ته غړیتوب په پام کې نیول شوی دی، خو د رایې حق به نه لري.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ټاکنیز قانون کې پر راغلیو بدلونونو خوښي څرګنده کړې. نوموړی وايي دې سره به د ټاکنیز بهیر په تړاو د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو اندېښنې لرې شي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نوم لیکنې او رایې ورکولو په ګډون د ټاکنیز بهیر په ټولو پړاوونو کې د بایو مېټرک سسټم کارول له هغو نورو بدلونونو دي، چې د ټاکنو کمېسیون له دندو بلل شوي دي.

د نوم لیکنې او رایې ورکولو په ګډون د ټاکنیز بهیر په ټولو پړاوونو کې د بایو مېټرک سسټم کارول له هغو نورو بدلونونو دي، چې د ټاکنو کمېسیون له دندو بلل شوي دي.

د ټاکنو په تعدیل شوي قانون کې د ولسوالیو او کلیو شوراګانو په اړه چې ۲۵ سلنه څوکۍ یې ښځو ته ځانګړې شوې راغلي، که ښځې په کافي اندازه په ټاکنو کې برخه وانخلي، څوکۍ به یې تشې پاتې کېږي او بیا به ټاکنې کېږي.

بلخوا د افغانستان ټاکنو کمېسون د ټاکنو قانون پر تعدیل نیوکه کړې او د حکومت پر مشرتابه یې تور پورې کړي چې راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.