''ولسمشر غني د ځان په ګټه د ټاکنو قانون کې بدلون راولي''

د عکس سرچینه، ARG
- Author, اولیا اطرافي
- دنده, بيبيسي
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ګډه ولسمشر اشرف غني تورن کړی چې ګواکې د ځان په ګټه د ټاکنو په قانون کې بدلونونه راولي.
بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ټاکنو قانون پر بدلون کار روان دی او طرحه به یې تر دوو ورځو پورې وروستۍ شي.
چارواکي وايي، په دې اړه بحثونو کې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان او د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي ګډون لري.
ارګ که څه هم په دغه قانون کې د احتمالي بدلونونو جزیات نه ورکوي، خو مني چې په نوې مسوده کې د غوراوي کمېټه له منځه تللې ده.
په همدې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ګډې شورا ولسمشر محمد اشرف غني تورن کړی چې د دوی په ټکو غواړي د ځان په ګټه د ټاکنو په قانون کې بدلونونه راولي.
دغې شورا په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د ټاکنو قانون د بدلون په اړه د حکومت طرحه نیمګړې او د ټاکنو روڼوالی نه شي تضمینولی.

د عکس سرچینه، AFP
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر د ټاکنو قانون په نوې طرحه کې د ټاکنیزو کمشنرانو د غوراوي کمیټه لغوه کړې، د کمشنرانو د ګومارنې واک یې ځانته ورکړی او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو ګومارنه یې هم له اوسني انتخابي سیستمه ایستلې او د هغوی د ګومارنې صلاحیت یې هم ځانته ورکړی دی.
دوی ویلي چې د یوه نوماند په توګه ولسمشر ته له حقوقي، سیاسي او اخلاقي پلوه نه ښايي چې د ټاکنو قانون په اړه په یوازې سر پرېکړې وکړي.
بل لور ته د ولسمشر د ویاند مرستیال شاحسین مرتضوي وایي، د ټاکنو قانون په نوې طرحه کې تراوسه د احتمالي بدلونونه په اړه څه نه شي ویلی، خو زیاتوي چې په دې طرحه کې یې د غوراوي کمیټه چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي غوره او ولسمشر ته یې ور پېژني، لغوه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي همدا نن 'جمعه ' د ولسمشر په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو او نوماندانو استازو په ارګ کې د ټاکنو قانون د بدلون په څرنګوالي غونډه درلوده.
ښاغلی مرتضوي وایي، روانو بحثونو کې د ټاکنو قانون د یوشمېر موادو پر حذف، اصلاح او اضافه کولو خبرې روانې دي.
ښاغلي مرتضوي بي بي سي ته وویل، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د یوې تخنیکي کمیټې له لارې د ټاکنو قانون نوې طرحه بشپړه او د قانوني پړاونو لپاره به اړوندو بنسټونو ته ولېږل شي.
ارګ که څه هم د دغو نوماندانو له خوا یاد شوي احتمالي تعدیل کېدونکي موارد رد، یا تایید نه کړل، خو زیاته یې کړه چې د دغو نوماندانو نظرونو ته درناوی لري او په روانو بحثونو کې یې هغوی ته ځای ورکړی دی.

د عکس سرچینه، ARG
د ارګ مرستیال ویاند وایي،د ټاکنو قانون کې د هر ډول نهایي بدلونونو په اړه به د ټولو خواوو نظرونه اخیستل کیږي. د ټاکنو په قانون کې د بدلونونو خبره په داسې حال کې کېږي چې ولسمشریزو ټاکنو ته نژدې ۵ میاشتې پاتې دي.
دغو ټاکنو ته د محمد اشرف غني په ګډون ۱۸ نوماندان کاندیدان دي. د افغانستان د ټاکنو اوسنی قانون چې د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې نافذ دی، ۱۷ فصلونه او ۱۰۹ مادې لري.








