افغانستان کې د ټغر اوبدلو صنعت مخ پر 'ځوړ' دی

ټغر
د عکس تشریح، ټغر لا هم د افغانستان يو له ډېرو صادرېدونکو توکو دی چې هرکال تر ۷ سوه زره مترمربع ټغر او غالۍ نورو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د فارياب ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اداره وايي، د ټغر اوبدلو صنعت مخ په ځوړ روان دی. فاریاب په افغانستان کې پر لاس د ټغر اوبدلو یو له اصلي تولیدوونکو ولايتونو دی چې ۳۰ په سلو کې د دې ولايت اوسېدونکي د همدې صنعت د ژوند لګښتونه پوره کوي.

د فاریاب د مرکز او ولسوالیو زرګونه کورنۍ پر ټغر اوبدلو د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

یوه څلوېښت کلنه مېرمن له خپلې لور سره يوځای له سهار تر ماښامه پر ټغر اوبدلو بوخته وي.

د لسو ماشومانو دا مور له درېیو لسیزو راهيسې له ټغر سره سراو کار لري، خو اوس وېرېږي، هسې نه دا پخوانی زده کړی کسب چې د کورنۍ لپاره يې د ګټې وټې يواځنۍ لار ده، له لاسه ور نه کړي.

قمرالدین د لمڅیو د سوداګرو يو هغه دی چې د ټغر اوبدلو لپاره په لرې پرتو سيمو يا کليو کې تار وېشي. وايي اوس نه هومره پيسې سوداګر ته پاتي کېږي او نه کارګر ته.

د ټغر اوبدونکو د ټولنې د شمېرو له مخې دوه کاله وړاندې هره مياشت شاوخوا سل زره متره مربع ټغر پلورل کېدل، خو اوس دا شمېره په مياشت کې ۳۰ زرو ته راښکته شوې ده.

د فاریاب د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نصير عظيمي بي بي سي ته وويل، د فارياب ۳۰ سلنه خلک په ټغر اوبدلو بوخت دي، خو په دې وروستيو کې يې د سوداګرۍ په کمرنګه کېدو سره صنعت مخ په ځوړ روان دی.

ټغر پلورونکي
د عکس تشریح، په اوس مهال کې د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې ټغر او غالۍ جوړېږي، خو شمالي او مرکزي ولايتونه يې د اوبدونکو د سرهغه يادېږي.
ټغر
د عکس تشریح، ټغر تر ډېره اوږد عمر لري او نسبتاً نورو فرشونو ته کلک وي
ټغر
د عکس تشریح، ټغر د افغانستان له اصلي تولیداتو څخه دی

په ښارونو په ځانګړي توګه په میمنه ښار کې ناامنۍ د ټغرونو په سوداګرۍ مخامخ اغېزه کړې ده.

د ناامنیو ډېروالی، په نړيوالو بازارونو کې يې لږ پلور او د راوړل شوي تار کم کيفیت د دې لامل شوی چې د فارياب د ټغرونو بازار سوړ شي.

په وروستيو مياشتو کې د ميمنې په بازارونو کې غالیو او ټغرونو بازار په ټپه ولاړ دی، چې د ټغرونو لوی سوداګر په وينا، پېرودونکي يې نه شته او هره ورځ تشې منګولې کور ته ستنېږي.

د فاریاب د ټغر اوبدونکو او پلورونکو د شکايتونو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ټغر لا هم د افغانستان يو ډېرو صادرېدونکو توکی دی چې هرکال تر ۷ سوه زره مترمربع ټغر او غالۍ نورو هېوادونو ته لېږل کېږي.

ټغر
د عکس تشریح، افغان ټغر د امریکا او اروپا په ګډون ګڼو بهرنیو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي

د ګاونډيو هېوادونو سربېره د افغانستان ټغرونه اروپا، امريکا، استراليا، ترکیې او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.

په اوس مهال کې د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې ټغر او غالۍ جوړېږي، خو شمالي او مرکزي ولايتونه يې د اوبدونکو د سرهغه يادېږي.

ټغر
د عکس تشریح، د افغان ټغر اوبدلو کې ګڼې ښځې هم بوختې دي