سوېلي افریقا: صحرا کې د رنګا رنګ ګلانو غالۍ

د عکس سرچینه، Tommy Trenchard
هر کال پسرلی څو اونۍ د سوېلي افریقا لوېدیځه برخه کې له سمندر سره نږدې سیمو کې د ځنګلي ګلانو غالۍ خورېږي.
دا ناعادي غونچې د نړۍ په دښتو او وچو ډاګونو کې شته، خو یو څو به یې داسې رنګارنګ وي لکه د سوېلي افریقا د ګلانو موسم.
د جولای له وروستیو د سپټمبر تر اخري ورځو د څو اونیو لپاره دا ګلان غوړېږي او هر کال د ګرمې هوا پیلېدلو سره مړاوي کېږي.
د دوی دانې(توخم) د دوبي ګرمه هوا کې د راتلونکي کال تر بارانونو ویدېږي.
انځورګر ټومي ټرېنچرډ دا طبیعي منظرې عکاسي کړې دي.
د سوېلي افریقا په بییدو وادۍ کې له خپلې مېرمنې سره د واده کلیزې لمانځلو کې یې دې منظرو ته پام شوی دی.
ټرېنچرډ وايي: دا خورا ښکلې منظره وه.
"د دوی لنډ طبیعي موسم دا طبیعې منظرې لا نورې ځانګړې کوي".
د هغه په خبره، خلک سوېلي افریقا ته د داسې دښتې په توګه ګوري چې ځنګلي څاروي او ژوي پکې وویني، خو ځنګلي ګلانو غونچې یې د هر هغه څه سیالې دي چې تاسو یې دې سفر کې وینئ.

د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard


د عکس سرچینه، Tommy Trenchard
ټول انځورونه د ټومي ټرېنچرډ دي








