افغان ټاکنې، رای اچونه پیل شوه

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني: "د زړه له کومې مننه چې تاسو ځانونه کاندید کړل او په دې مو باور درلود چې ولس ته به مراجعه کوئ او ولس به فیصله کوي چې رایه درکړي".

افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پر ځايي وخت سهار اوه بجې پیل شوه. د رایو اچونې بهیر به نهه ساعته دوام کوي او د غځېدو امکان یې هم شته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اماني لېسه کې د رایې ورکولو پرمهال وویل، "بې باوري وه، نن په باور بدله شوه، شک او تردید و، نن په یقین بدل شو او نیوکه وه، نن په همکارۍ بدله شوه."

ښاغلي غني دا هم وویل چې: "رایه یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه په اساس له هر کاندید غواړو چې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د ملت استازيتوب وکړي."

د رای اچونې لپاره ۸٫۸ میلیون کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.

په پام کې ده چې رای اچوونکي په ۵۱۰۰ مرکزونو کې رایې ورکړي.

د افغانستان پارلماني ټاکنو کې ۲۵۶۶ نوماندان سیالۍ کوي. د ښځینه نوماندانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ دی.

د افغانستان پارلماني ټاکنې له غزني او کندهار پرته په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د پنځو ولایتونو په لسو اړوندو ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله ټاکنې نه کېږي.

د بغلان دهنه غوري، د بدخشان وردوج او یمګان، د سرپل کوهستانات، د زایبل کاکړ او د هلمند نوزاد، موسی کلا، ریګ خانشین، باغران او دیشو هغه ولسوالۍ دي چې ټاکنې به نه پکې کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

طالبانو له دغو ټاکنو سره خپل مخالفت ښودلی دی.

دغو ټاکنو ته ټینګ امنیت نیول شوی دی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره یې تر ۵۰ زرو ډېر امنیتي کسان ګومارلي او ۳۰۰ زره نور د تیارسئ په حالت کې دي.

د ویډیو تشریح، د ټاکنو ننګونې

د نوماندانو یوه لویه برخه ځوانان او د ښو زده کړو څښتنان دي او ټول یې په افغانستان کې د بدلون د راوستلو ژمنې کوي. خو تېرو پارلماني دورو ته په کتو، ډېرئ وګړي سیاستوالو ته د فساد والو په سترګه ګوري.

رایه اچوونکي

د عکس سرچینه، @BBCMahfouz Zubaide

د عکس تشریح، رایه اچول د ګهیځ اووه بجې پیل شوې چې تر نهو ساعتونو به دوام کوي.