تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې، رای اچونه پیل شوه
افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پر ځايي وخت سهار اوه بجې پیل شوه. د رایو اچونې بهیر به نهه ساعته دوام کوي او د غځېدو امکان یې هم شته.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اماني لېسه کې د رایې ورکولو پرمهال وویل، "بې باوري وه، نن په باور بدله شوه، شک او تردید و، نن په یقین بدل شو او نیوکه وه، نن په همکارۍ بدله شوه."
ښاغلي غني دا هم وویل چې: "رایه یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه په اساس له هر کاندید غواړو چې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د ملت استازيتوب وکړي."
د رای اچونې لپاره ۸٫۸ میلیون کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.
په پام کې ده چې رای اچوونکي په ۵۱۰۰ مرکزونو کې رایې ورکړي.
د افغانستان پارلماني ټاکنو کې ۲۵۶۶ نوماندان سیالۍ کوي. د ښځینه نوماندانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ دی.
د افغانستان پارلماني ټاکنې له غزني او کندهار پرته په ټول هېواد کې ترسره کېږي.
د ټاکنو کمیسیون وايي، د پنځو ولایتونو په لسو اړوندو ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله ټاکنې نه کېږي.
د بغلان دهنه غوري، د بدخشان وردوج او یمګان، د سرپل کوهستانات، د زایبل کاکړ او د هلمند نوزاد، موسی کلا، ریګ خانشین، باغران او دیشو هغه ولسوالۍ دي چې ټاکنې به نه پکې کېږي.
طالبانو له دغو ټاکنو سره خپل مخالفت ښودلی دی.
دغو ټاکنو ته ټینګ امنیت نیول شوی دی.
افغان امنیتي چارواکي وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره یې تر ۵۰ زرو ډېر امنیتي کسان ګومارلي او ۳۰۰ زره نور د تیارسئ په حالت کې دي.
د نوماندانو یوه لویه برخه ځوانان او د ښو زده کړو څښتنان دي او ټول یې په افغانستان کې د بدلون د راوستلو ژمنې کوي. خو تېرو پارلماني دورو ته په کتو، ډېرئ وګړي سیاستوالو ته د فساد والو په سترګه ګوري.