تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې؛ کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډېدې
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کندهار د خلکو په غوښتنه په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېدې.
دا ګام په کندهار کې د تېرې ورځې له برید وروسته دی چې پکې د دغه ولایت امنیه قومندان، د امنیت مشر ووژل شول.
ټاکلې ده سبا له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي.
له ارګ رسنیو ته رسېدلې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن غرمه (د جمعې په ورځ) د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه:
"د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي".
ارګ دا هم وايي، چې په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.
جنرال رازق ته د ستر پاسوالۍ رتبه
د دې اعلامیې له مخې، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست په وړاندیز ولسمشر د کندهار مخکېني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.
له دې مخکې د افغان ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي خپل ټوېټر کې لیکلي و چې د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې دا پرېکړه وشوه:
"د کندهار د خلکو په غوښتنه، د ټاکنو خپلواک کمېسون په وړاندیز ملي ا منیت شورا بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېږي".
د شاه حسین مرتضوي له ټوېټ مخکې رویټرز خبري اژانس هم لیکلي و، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د دغه هېواد له امنیت شورا غوښتي چې کندهار کې ټاکنې وځنډوي.
د کندهار د والي دفتر کې د پروني برید له امله په دغه ولایت کې وضعیت ناعادي دی او له برید وروسته ځینې کسانو اټکل کاوه چې ممکن ټاکنې وځنډېږي.
په دغه برید کې والي زلمی ویسا ټپي او امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د امنیت مشر جنرال مومن حسېن خېل او د ملي تلویزیون کمره مین سلیم شهزاده ووژل شول.
برید هغه مهال وشو چې له غونډې وروسته د کندهار ځايي چارواکي د ناټو له لوی قومندان سکاټ مېلر سره د الوتکې په لور روان و.
ویل کېږی د والي یوه ساتونکي دا برید کړی، خو وسلوالو طالبانو یې مسوولیت منلی دی.
د ځینې رپوټونو له مخې د دغه بریدګر د ډزو پر مهال د ناټو سرتېرو هم تر هغه ډزې کولې چې الوتکې ته وختل.