تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا، ناټو، هند او پاکستان د کندهار برید وغانده
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د امریکا دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان، د هند لومړي وزارت دفتر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دغه هېواد لومړي وزیر په کندهار کې پرونی برید وغانده.
د کندهار په برید کي- چې د والي دفتر کې وشو- د کندهار والي زلمی ویسا ټپي، امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس مومن حسېن خیل او د ملي تلویزیون کمره مین سلیم شهزاده وژل شوي دي.
د یوې اعلامیې په خپرولو سره وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.
ویل کېږي د جنرال رازق جنازه د کندهار ښار کې کېږي او له هغه وروسته د خرقې شریفې اړوند هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د پېښې د څېړلو لپاره د افغان ولسمشر په سپارښت د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزی د کورنیو چارو او دفاع وزارت له لوړپوړو چارواکو سره تېره شپه کندهار ته رسېدلی دی.
له بلې خوا د کورنیو چارووزارت وایي، چې د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي د کندهار امنیه قومندانۍ سرپرست ټاکل شوی دی.
ویل کېږي کندهار کې دا پېښه هغه مهال وشوه چې د والي دفتر کې له غونډې وروسته د ناټو قومندان خپلې الوتکې ته روان و او یو کس ډزې وکړې.
بریدګر د والي ساتونکی بلل کېږي.
ځینې رپوټونه وايي، چې د نوموړي د ډزو پیلېدو سره د ناټو ځواکونو سرتېرو هم تر هغه ډزې کولې چې الوتکې ته پورته شول.
په پروني برید کې د ناټو د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبره هم شوې ده.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو دفتر په ټوېټ کې دا پېښه غندلې او افغانستان کې د ناټو لوی قومندان سکاټ مېلر له خولې ویل شوي چې یو لوی ملګری جنرال رازق یې له لاسه ور کړل.
"موږ د کلونو لپاره ګډ کار وکړ، افغانستان یو وطنپال وبایله، موږ له افغانانو سره خواخوږي یو. هغه ښه چې ده(جنرال رازق) د افغانستان او افغانانو سره کړي نه هېږېږي".
له پرونۍ پېښې وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ویډیو پیغام کې پر دې پېښه خواشیني وښوده او د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ یې یو پلاوی کندهار ته واستاوه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره په کندهار کې دا برید غندلی دی:
"موږ د جنرال رازق او نورو افغان چارواکو کورنیو سره خواخوږي یو چې په دغه برید کې ووژل شول".
په اعلامیه کې د دغه برید د ناټو دوو امریکايي ځواکونو او نورو ټپیانو ته د روغتیا هیله شوې ده.
د افغانستان اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم خپل ټوېټ کې دا پېښه غندلې ده او د جنرال رازق او مومن حسېن خېل پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده:
"د ترهګرۍ ضد جګړې اتل، نږدې ملګري او لوی وطنپال جنرال رازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن حسېن خېل په وژنه سخت خواشینی یم".
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د جنرال رازق او پېښه کې د نورو کسانو پر وژنه خواشیني ښودلې ده.
د ملي امنیت پخواني لوی رییس هم د جنرال رازق وژل غندلي دي.
"رحمت الله نبیل خپل فیسبوک کې لیکلي: د دې خاورې ریښتونی بچی نن ووژل شو، هغه لوی کندهار کې د ټیکاو سبب و".
دغې پېښې ته په کور د ننه خواله رسنیو کې ډول ډول پوښتنې پورته شوې دي او ویل شوي چې څنګه یو بریدګر څو کسان ووژني.
د پښتونخوا د ملتپالو غبرګون
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د جنرال رازق په وژل کېدو خواشیني ښودلې دي.
له بلې خوا د پېښور باچاخان مرکز د جنرال عبدالرازق او د عبدالجبار قهرمان غیبې جنازې وکړې.
دې جنازې لمونځ ته پېښور کې د افغان کونسلګرۍ استازو هم ګډون درلود.
دې مراسمو کې د باچاخان مرکز مشر میا افتخار حسین دغه پېښې دردوونکې او د ټاکنو پرمهال یې د دې بهیر د شنډولو لپاره وبللې.
ده وویل، چې د باچا خان د پلیوني په توګه د سولې خبرو ملاتړي دي او له طالبانو یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
د هند او پاکستان غبرګون
په بهر هم پراخ غبرګون ښودل شوی دی او د هند د لومړي وزیر دفتر په ټوېټ کې لیکلي چې نوی ډېلی دغه برید سخت هیښ کړی دی.
"هند دا برید په کلکو ټکو غندي او د کندهار د لوړپوړي مشرتابه په ګډون دې پېښه کې د وژل شویو له امله له افغان وروڼو سره خواخوږي ښيي".
د پاکستان د دفاع وزارت د اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور یوه ټوېټ سره د پاکستان د پوځ لوی درستیز له خولې د کندهار پېښه غندلې ده.
په ټوېټ کې د جنرال باجوه له خولې هیله ښودل شوې چې افغان او نور امنیتي ځواکونه افغانستان کې پر اوږدمهالي تاوتریخوالي برلاسي شي:
افغانستان کې سوله د سیمې د ټیکاو لپاره مهمه ده، د دې تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د ټولوهڅو ملاتړ کوو.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم دا پېښه غندلې او د خپل هېواد امنیت یې افغانستان کې له ټیکاو سره تړلی دی.