ولسمشر غني له جنرال رازق سره څه کوي؟

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپتمبر کې افغان ولسمشر اشرف غني د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکايي بلک هاک چورلکو سپارلو په مراسمو کې د دغه ولایت د لوړ پوړو چارواکو نومونه یاد کړل، خو د جنرال رازق یادونه يې ونه کړه، هماغه وخت مې گومان وکړ چې د دواړو ترمنځ اړيکي څومره ساړه شوي دي.

خو داسې برېښېده چې د دوى ترمنځ شته دغه سوړوالى لا د ښاغلي غني ساتونکو ته نه و لېږدېدلى. کله چې ډیری چارواکي له دغو الوتکو سره په عکس اخيستو بوخت وو، نو د ښاغلي غني ساتونکي بیا انځور اخيستو لپاره د دغه ناندرييز جنرال گرچاپېره ورټول شوي وو.

جنرال رازق په هغه ولايت کې واکمن دى چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر له هغه ځايه د افغانستان په لر او بر کې خپل لښکرې اداره کولې.

جنرال رازق په کندهار کې چې د طالبانو مرکز و د دغې ډلې په يوۀ سخت غليم بدل شوى، خو سره له دې هم له ارگ سره يې اړيکي ښه نه دي.

جنرال رازق پخوانۍ شمالي تلوالې لوري ته کوږ دى او څو ځله يې له اجرايیه ریس عبدالله عبدالله او د بلخ له مستعفي والي عطامحمد نور سره د خپلو نژدې اړیکو په اړه غږېدلی دی.

ولسمشر غني هڅه کوي خپلسري او ځواکمن جنرالان کنټرول کړي، خو جنرال رازق يوې رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي:

"د ملي وحدت حکومت انتخابي نه دی او د کندهار له خلکو پرته هېڅ څوک یې له دندې نه شي ګوښه کولی."

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي له خپل دغه جنرال سره به د قانون په اډانه کې چلند وکړي. خو د ښاغلي رازق ځواک ته په کتو دا نه ده مالومه چې دغه وزارت به د ښاغلي رازق پر وړاندې څه راز گام پورته کړي.

کندهار کې د طالبانو سرسخت دښمن

جنرال رازق د طالبانو واکمنۍ پر مهال يوې مودې لپاره د دغه ډلې په بند کې و چې وروسته وتښتېد. پلار او تره یې طالبانو ووژل. دى لږ تر لږه له شپږو ځانمرگو بريدونو ژوندى وتلى.

جنرال رازق چې اوس څو دېرش کلن دى، درې مېرمنې او ۱۳ ماشومان لري. سهار وخته ورزش کوي او له سبا ناري وروسته رسمي غونډو ته ځي او يا خپل جگړه ييز ماموريتونه ترسره کوي.

جنرال رازق د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا وروسته په سپین بولدک کې د پوله ساتو پوليسو قومندان شو.

د طالبانو د بریدونو له زياتېدا او د ښار دروازو ته د وسله والو له رسېدو سره، د ولایتي شورا پخواني ريیس احمد ولي کرزي او کندهار پخواني والي اسدالله خالد د ښار ساتنې لپاره نوموړى ور وغوښت.

جنرال رزاق په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د افغان ځواکونو لومړی خپلواک عملیات په کندهار کې پیل کړل، او طالبان يې بېرته په شا وتمبول.

نوموړى په ۲۰۱۱ م کال کې چې د کندهار پخوانى امنيه قومندان خان محمد مجاهد ووژل شو، د هغه ځاى ناستى وټاکل شو.

له بشري حقونو د سر غړونې تورونه

جنرال رازق په ۲۰۱۴ کال کې خپلو سرتېرو ته لارښوونه وکړه چې نيول شوي طالبان دې ورته ژوندي نه ور ولي.

نوموړي تېر سپتمبر کې بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هغه کس چې پر دۀ او یا د دۀ پر خلکو د ټوپک ډزې کوي، ژوندي یې نه پرېږدي.

د دغه جنرال د کار بڼې او څرنگوالي د بشري حقونو د ډلو اندېښنې راپارولې دي. ان ښاغلی غني چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې يې د افغانستان غړیتوب وړانديز وکړ افغانستان کې د بشری حقونو د وضعې په اړه له سختو پوښتنو سره مخامخ شو.

په دغو مراسمو کې مخامخ د جنرال رازق یادونه وشوه چې گواکې په خپل شخصي زندانونو کې خپل مخالفان "سخت شکنجه" کوي.

د بشري حقوقو څارونکو په یوه راپور کې لیکلي چې د جنرال رزاق نوم له سیستماتیکو ربړونو، په ناقانونه توګه له وژنو او د ځینو کسانو له تري تم کېدو سره تړلی دی.

پر هغه لگول شوى بل تور دا دى چې گواکې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو مشري کوي، خو هغه ټول دغه تورونه ردوي.

له مرکزي دولت سره ټکر

افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه څو ځله هڅه کړې چې هغه له دندې ګوښه کړي.

ښاغلي غني واک ته له رسېدو سره سم فساد پر وړاندې مبارزه، "د واک ټاپوگانو" ختمول او د هغو لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې گام پورته کول په خپلو لومړيتوبونو کې راوستل چې په فساد او نشه يې توکو په قاچاق تورن دي.

ژورنالیست پروېز کاوه په دې باور دی چې ښاغلی غني، د فساد او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې د پیژندل شويو، څېرو د لېرې کولو هڅه کوي. د دۀ په وينا دا تگلاره بايد عامه وي نه چې یوازې د سیاسي مخالفانو لپاره.

خو د پوهنتون استاد محمد موسی جعفري په دې باور دی چې د ولسمشر غني تگلاره په تېرو درېوو کلونو کې په دې را ټوله وه چې د واک ټاپوگان کمزوري کړي.

ډیری په دې باور دي چې د سویلي سیمو امنیت له جنرال رازق سره تړلى او له دندې ګوښه کول به یې سربېره پر دې چې ښاغلى غني به د هغه د قوم له مخالفت سره مخ کړي (ځکه چې په کې ډېر نفوذ لري)، سوېلي سیمو ته به د طالبانو بېرته ورگرځېدو ته لار پرانيزي.

خو ښاغلي رازق شاوخوا درې کاله وړاندې د کندهار د والي په توگه د همايون عزيزي د پېژندنې په مراسمو کې ويلي و " زه د قربانۍ ورکولو لپاره چمتو یم خو چې ارزښت یې ولري."

په هغه مراسمو کې قومندان رازق د ځان او د عطا محمد نور په اړه دا هم وويل چې "کره اسناد لري چې د سولې عالي شورا د دوی د برخلیک په اړه له طالبانو سره معامله کړې."

امریکایانو هم ظاهرا" تر اوسه په سویل کې د طالبانو د ځپنې لپاره د ښاغلي رازق شتون غنيمت بللى.

اوس به وليدل شي چې د واک په دغه پیچلې لوبه کې ګټونکی څوک دى؟ له سرغړوونکو جنرالانو سره د ښاغلي غني د ټکر پايله به څه وي؟ او ښايي راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې نوې ټلوالې رامنځته کړي.