"ټاکنو کې بوخت کسان باید و نه ګواښل شي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما وايي افغانان دې په خپلواک ډول د نوماندانو په ټاکلو سره راتلونکی بدل کړي. انځور پخوانی دی.

یوناما یا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د اکتوبر پر ۲۰ کېږي، چې پکې د ګډون لپاره نږدې اته میلیون کسانو خپلې تذکرې ثبت کړې دي.

دې ټاکنو کې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو ۲۵۰۰ نوماندان ګډون کوي.

وسلوالو طالبانو تېره سې شنبه په یوه اعلامیه کې په لومړی ځل له افغانانو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

افغانستان

خو د یوناما له خوا د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته استولې اعلامیه کې د دې ادارې د مشر تادا میچي یاماموتو له خولې ویل شوي چې په رایه ور کوونکو، نوماندانواو د ټاکنو په چارواکو هر ډول تاوتریخوالی یا د دوی ډارول د منلو نه دي او په ښکاره ټکو یې غندي:

"افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي او د هېواد راتلونکي ته بدلون ور کړي".

طالبان: یوناما به خپل کار کوي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تادامیچي یاماموتو وايي، افغانان باید په ټاکنو کې ګډون سره راتلونکی بدل کړي.

د یوناما دا اعلامیه په داسې مهال ده، چې تېره سې شنبه( د اکټوبر پر ۹) په هلمند کې د ولسي جرګې د یو نوماند صالح محمد اڅکزي په ټاکنیزه غونډه ځانمرګی وشو چې له امله یې پخپله نوماند او اته نور کسان ووژل شول او یوولس ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو له هغه مخکې داعش د ننګرهار په کامه کې د ورته برید ټټر وهلی و.

افغانستان

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د تازه اعلامیې په غبرګون کې د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته ویلي:

"د یوناما دريځ هغوی پورې اړه لري، خو موږ به د انتخاباتو په نامه د جعلي پروسې مخه نیسو".

له افغان ځواکونو غوښتنه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما له افغان ځواکونو غواړي چې د ټاکنو امنیت ساتلو ترڅنګ بې پرې پاتې شي.

د یوناما په اعلامیه کې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي افغان امنیتي ځواکونه د دې بهیر د بشپړ امنیت مسوولیت لري.

"په اوسني عصر کې به دا لومړی ځل وي چې د اکتوبر پر ۲۰ ټاکنو امنیت به په پشپړ ډول د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو له ونیول شي".

خو یوناما له افغان ځواکونو غوښتنه کړې چې د دندې ترسرولو پر مهال په سیاسي توګه بې پلوه پاتې شي.

افغان امنیتي ادارې وايي، چې د دفاع، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت تر ۵۴ زرو سرتېري د افغان ټاکنو امنیت ته ګومارل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو هم ویلي، چې د ټاکنو امنیت خوندیتوب کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

د یوناما په اعلامیه کې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي افغان امنیتي ځواکونه د دې بهیر د بشپړ امنیت مسوولیت لري.