هلمند: د ټاکنو نوماند او ۸ پلویان یې په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید د راتلونکو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه ۸ تنه پلویان وژلي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د ښاغلي اڅکزي د وژل کېدو خبر تائید کړی.
ویل کېږي چې په دې برید کې ۱۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلي ځواک بي بي سي ته وویل، کېدای شي د دغه د ځانمرګي بريد له امله د اوښتې مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د هلمند امنیې قومندان سلام افغان بي بي سي ته وویل، پېښه له ځايي مهال سره سم ماسپښین نژدې دوې نیمې بجې شوې.
د عیني شاهدانو په وینا، ځانمرګي بریدګر د یو عادي کس په بڼه د ښاغلي اڅکزي ټاکنیز کمپاین دفتر ته ننوت او هلته یې برید وکړ.
د یوناما غبرګون
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر - یوناما په یوه خبرپاڼه کې د هلمند ځانمرګي برید کې د صلاح محمد اڅکزي پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې ده.
ښاغلی اڅکزی له هلمنده په ولسي جرګه کې ددغه ولایت اتو څوکیو ته کاندید شوی و.

د عکس سرچینه، Helmand Governor's Office
د وژل شوي نوماند صالح محمد اڅکزي په اړه ویل کېږي چې دا یې لومړی ځل و چې ټاکنو ته نوماند و.
نوموړی یو سوداګر و، واده یې کړی و او دوه زامن لري.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د راتلونکو پارلماني ټاکنو د یوه نوماند پر کمپاین غونډه ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو.
په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت ترڅنګ په افغانستان کې ميشتو نړیوالو ځواکونو هم ژمنه کړې چې د ټاکنو په امنیت کې به د افغان ځواکونو مرسته کوي.
پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو ۲۵۰۰ نوماندان پکې ګډون کوي.









