ننګرهار کې پر ټاکنیز کمپاین د داعش ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، ننګرهار کې د ولسي جرګې ټاکنو نوماند پر کمپاين ځانمرګی بريد

د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند پر غونډه ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

برید د کامې سنګر سرای سیمه کې نږدې یوه نیمه بجه شوی دی.

"اسلامي دولت" داعش نومې ډلې ویلي، دا برید د دوی یوه کس کړی او ټاکنیزه غونډه کې د کلیو ځینې مشران هم وو.

داعش وايي، برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره خبرو کې ومنله چې برید ځانمرګی و.

دا برید د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند عبدالناصر مومند پر کمپاین غونډه شوی.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

وړاندې د کامې د حکومتي روغتون مشر ډاکټر مشعل سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي وو، د پېښې له ځای تر ۲۵ ډېر ټپیان او مړي روغتون ته ور وړل شوي دي.

له بلې خوا د ننګرهار د والي ویاند بي بي سي ته ویلي چې تراوسه په دغه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۳ ژوبل دي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو د کمپاین له پیلېدو راهیسې لومړی ځل دی چې په ورته غونډه کې برید کېږي.

بل لور ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) له نننۍ پېښې وروسته په یوه اعلامیه کې د افغانستان راتلونکو ټاکنو په کمپاین بهیر کې چې د اکتوبر پر شلمه کېږي، د کاندیدانو او د هغوی ملاتړو خلاف د ګواښونو، بریدونو او د تاوتریخوالي کچې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو.

په رسمي توګه د ټاکنیز کمپاین تر پیلېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د یوه نوماند پر کمپاین غونډه برید کېږي.

خو د ټاکنيزو بحثونو د پيل کېدو راهیسې تر دې دمه د سک او اهل هندو د نوماند اوتار سينګ په ګډون شپږ نوماندان وژل شوي او په څو نورو وسله والو بریدونو کې څو نوماندان ژوبل شوي دي.

بل لور ته وړمه شپه د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې بيا د یو نوماند عطاءالله ساپي درې ساتونکي افغان ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې ووژل شول.