ننګرهار: ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار د ټاکنو کمېسیون ته نږدې د پرلتوالو خېمې ته څېرمه ځانمرګي برید شپږ کسان مړه او ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بی بي سي ته وویل، د ځانمرګي برید له امله دوه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي. د نوموړي په خبره ځانمرګی پلی و.
ځانمرګی برید نن سهار د اګسټ ۲۵مه، د ښار په پنځمه ناحیه کې شاوخوا یوولس نیمې بجې شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي، له پېښې دوه مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي چې په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د افغانستان د ټاکنو شکایتونو د اورېدو کمېسیون کابو دوه اونۍ وړاندې د اګسټ په ۱۱مه، د ولسي جرکې د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ کسانو نومونه لرې کړل او د چارواکو په خبره یې چې ۴۵ نورو ته یې خبرداری ور کړ.
له هغه وروسته چې د ولسي جرګې له وروستي نوملړه د یو شمېر نوماندانو نومونه لرې شول، ځینو یې د اعتراض په ډول په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیونونو مخې ته د پرلت خېمې ووهلې.
له ننګرهار څخه یوازې "جاوید زمان" نومی کس له نوملړه ایستل شوی و چې پلویانو تر لوی اختر وړاندې د ننګرهار د کمېسیون مخې ته پرلت کړی و.
په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، د ټاکنو کمېسیون مخې ته د جاوید زمان پلویان بیا د پرلت په موخه راغلي وو چې څېرمه ورته ځانمرګی برید وشو.










