کابل: ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

.

د عکس سرچینه، Kabul press club

د عکس تشریح، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته له وروستي نوملړه د لرې شویو نوماندانو پلویانو اعتراضي غونډه لرله

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ رسنیز مشاور حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو ټپي دی.

نوموړي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، ځانمرګی پلی و او غوښتل یې د کمېسیون مخې ته د معترضانو خیمې ته ځان ورسوي چې د پولیسو له خوا پېژندل شوی، خو پر ځان پورې تړلیو باروتو ته یې چاودنه ور کړې ده.

د هغه په خبره، ځانمرګی برید پر ځايي مهال ماسپښین یوه نیمه بجه شوی چې معترضانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ټاکنو کمېسیون مخې ته له وروستي نوملړه یو شمېر لرې شویو نوماندانو او د هغوی پلویانو اعتراضي غونډه کړې او د کابل - جلال اباد عمومي لاره یې هم تړلې ده.

د ملا تره خیل محمدي په ګډون یو شمېر هغو کسانو د ټاکنو کمېسیون ته څېرمه اعتراضي خېمه وهلې چې نومونه یې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له نوماندۍ لرې شوي دي.

.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، له نوملړه لرې شویو یو شمېر نوماندانو اعتراضي غونډې پیل کړې دي

له نوملړه لرې شوي نوماندان

د حذف شویو کاندیدانو په ډله کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي او مریم کوفي، د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدي، د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی، د کوچیانو استازی شیرعلی احمدزی، د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاء الحق امرخېل، زرداد فریادي او نور شامل دي.

ضیاالحق امرخېل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر و، بي بي سي ته ویلي، له رسنیو یې اورېدلي چې د نوماندانو له وروستي نوملړه لرې شوی دی.

نوموړي ویلي، تر اوسه یې د ټاکنیزو کمېسیونونو په دې اړه څه نه دي اورېدلي.

فوزیې کوفي هم بي بي سي سره په خبرو کې د نوماندانو له وروستي نوملړه د دې د نوم لرې کېده سیاسي اقدام وباله ویې ویل، هیڅ نامسووله وسله وال نه لري او د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون هم په دې اړه کوم سند نه لري.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي ملا تره خېل محمدي بي بي سي ته وویل، له رسنیو یې اورېدلي چې له نوملړه یې نوم لرې شوی دی.

نوموړی وویل، له نوملړه یې د نوم لرې کېدل سیاسي رنګ لري او هغه ته د دفاع حق نه دی ور کړل شوی.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه د د جوزا میاشتې په پنځمه نېته پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې یې دوام وکړ.

د افغانستان د ولسي جرکې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.